ډونالد ترمپ بیت‌المقدس د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژانده

ډونالد ټرمپ د چهارشنبه په ماښام په یوه تاریخي وینا کې د سیمه‌ییزو مخالفتونو سره سره دا اعلان وکړ او ویې‌ویل چې د امریکا سفارت به له تل‌ابیب څخه بیت‌المقدس ته ولېږدوي.

ډونالد ټرمپ له سپینې ماڼۍ څخه د دې اعلان په ترڅ کې وویل:

"د امریکا کانګرس په ۱۹۹۵ کال کې یوه مصوبه درلوده چې له فدرال دولت‌یې غوښتي چې بیت‌المقدس د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژني. اوس چې له هغه وخته ۲۰ کاله تېرېږي، د امریکا ټولو ولسمشرانو د امریکا د سفارت انتقال او د اسرائیلو د پایتخت په توګه د دغه ښار په رسمیت پېژندل ځنډولي وو."

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه:

"اوس د دې وخت رارسېدلی چې په رسمي ډول بیت‌المقدس د اسرائیلو پایتخت اعلان کړو او زه نن دا خبره اعلانوم."

د امریکا ولسمشر وویل د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته‌یې سپارښتنه کړې چې بیت‌المقدس ته د امریکا د سفارت د لېږد چارې پیل شي.

بیت‌المقدس

ولسمشر ټرمپ په همدې حال کې ټینګار وکړ چې د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د سولې بهیر به ادامه لري او د دواړو لورو ترمنځ به د سیاسي روغې جوړې هڅې کیږي.

ډونالد ټرمپ سعودي عربستان کې له عرب مشرانو سره خپلې لیدنې ته په اشارې وویل چې د دې سیمې خلک د سولې مستحق دي.

دی وایې د ولسمشر مرستیال مایک پنس به په راتلونکو ورځو کې سیمې ته ولاړ شي څو د سولې بهیر تعقیب کړي.

ولسمشر ټرمپ تر دې څرګندونو وروسته د خپل مرستیال مایک پنس په حضور کې له تل‌ابیب څخه بیت‌المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقال حکم لاسلیک کړ.

تر دې وروسته د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو دا یوه تاریخي ورځ وګڼله او ویې‌ویل چې د واشنګټن دا اقدام د سولي پر وړاندي یو مهم ګام دی.

بل‌خوا د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس هم ویلي چې ډېر ژر به د ولسمشر ټرمپ دغې وینا ته غبرګون وښیي.

د بیت‌المقدس په اړه د امریکا په سیاست کې دا بدلون داسې مهال راځي چې نړیوالې ټولنې تر دې وړاندې د همدې احتمال په اړه اندېښنه ښودلې وه.