ارزګان کې له ۹۰۰ بې‌ځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې نن چهار شنبه له یو شمېر هغو کورنیو سره چې په دغه ولایت کې په دې ورستیو کې د جګړو له امله له خپلو سیمو بې‌ځايه شوي، نغدي او د ژمنيو توکو مرسته وشوه.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو امر عبدالقهار دوست د یادې مرستې د وېش پر مهال ازادي راډيو ته وویل چې له دغو جګړه ځپلو او بې‌ځایه شویو کورنیو سره دغه مرسته د "UNHCR" له‌خوا شوې چې وبه کولای شي، د بې‌ځايه شویو کورنیو لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي او په خبره‌یې چې په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ امریکايي ډالر او څلور ترپالونه ورکړل شول.

ښاغلی دوست وايي چې پلان لري چې په نږدې ورځو کې له ۳ زره نورو بې‌ځایه شویو کورنیو سره هم مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او ولسوالېو کې لا هم د جکړې ډګر تود دی او د مسؤلینو په خبره، هره ورځ لسګونه کورنۍ له خپلو سیمو بې‌ځايه کېږي چې عاجلو مرستو ته اړتیا لري.