عمري: په ارزګان کې د وسله‌والو په وړاندې پوځي عملیات پیلېږي

د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي وايي، پلان لري په نږدې راتلونکي کې په دغه ولایت کې وسله‌وال طالبان وځپي او په وړاندې یې عملیات ترسره کړي.

د ارزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالقوي عمري چې څو ورځې مخکې مرکز کابل ته سفر کړی و وايي چې مرکزي ادارې د لويو عملیاتو د تر سره کولو ژمنې ورکړي او په خبره‌یې چې دا عملیات له نورو سره توپیر لري.

نوموړی وايي چې دغه ولایت ته د مرکزي ادارې په امر ۱۰۰۰ اضافي ځواکونه هم راځي چې په یادو عملیاتو کې به برخه واخلي چې اوس‌مهال د کندهار ولایت ته رارسېدلي دي.

ښاغلی عمري وايي:

"زه د ارزګان ولایت خلکو ته دا زېری ورکوم چې موږ به ډېر ژر ستاسو له سیمو وسله‌وال طالبان وشړو او مواصلاتي لارې به درته خلاصې کړو، ځکه زموږ مرکزي ادارې پوره ژمنې کړې دي."

ښاغلی عمري وايي، دا عملیات ځکه له نورو عملیاتو سره توپیر لري چې د ده په خبره له یوې خوا ورته اضافي ځواک راځي او له بلې‌خوا هغه سیمې چې د وسله‌والو طالبانو له شتون څخه تصفیه کېږي هلته به نوې امنیتي پوستې ځای پر ځای کوي.

د یادونې وړ ده چې په ارزګان کې اوس خلک د روانې جګړې څخه تر پوزې راغلي دي او تل د وسله‌والو طالبانو د ځپلو په موخه د عملیاتو غوښتنه کوي.