ملي امنیت: د القاعده شبکې یو لوی مشر په عملیاتو کې وژل شوی

د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي چې د القاعده شبکې یو لوی مشر په پوځي عملیاتو کې وژل شوی دی.

د ملي امنیت د عمومي ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په افغانستان کې د القاعده پېژندل شوی قوماندان عمر خطاب چې په عمر منصور هم مشهور و، له نورو ۸۰ وسله‎والو سره وژل شوی دی.

خبرپاڼه وايي چې د ملي امنیت، ملي اردو او د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ مأموریت په وروستیو کې په غزني، زابل او پکتیا کې د القاعده شکبې د غړو پر ضد ځانګړي عملیات کړي دي.

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې عمر خطاب تر عاصم عمر وروسته په افغانستان او د هند په لویه وچه کې د القاعده شبکې تر ټولو مهم مشر و او دا اول وار دی چې د القاعده شبکې دومره لوی قوماندان په افغانستان کې وژل کېږي.

خبرپانه زیاتوي چې په دې پوځي عملیاتو کې د القاعده شبکې ۲۷ غړي نیول شوي او ۵ پناه ځایونه‌یې تخریب شوي دي.