سیما سمر: په هېواد کې د روانو ناخوالو اصلي لامل فقر او بې‌کاري ده

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسون وايي، تر کومه چې په هېواد کې لوږه او بې‌کاري ختمه نه‌شي د جنګ او تاوتریخوالي مخنیوی ناشونی دی.

دغه کمېسیون وايي، لوږه او بې‌کاري دوه هغه عمده لاملونه دي چې په هېواد کې یې جګړې او بشري سرغړونو ته زمینه برابره کړې.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې سيما سمر د سې شنې په ورځ «۱۳۹۶کال لیندۍ ۱۴» په کابل کې د بشري حقونو د نړیوالې ورځې او د جګړې قربانیانو ته د درناوي په مناسبت جوړ شوي کنفرانس ته وویل، که دې برخې ته لازمه پاملرنه ونه‌شي نو په لوی لاس وسله‌والو مخالفینو او مافیايي کړیو ته دا زمینه مساعدېږي چې له اوزګارو ځوانانو نه د خپلو شومو اهدافو لپاره استفاده وکړي.

سیما سمر.

نوموړې زیاته کړه:

"درنو دوستانو تاسو پوهېږئ چې حد اقل د افغانستان نیمايي نفوس له لوږې او بې‌کارۍ نه رنځ وړي، همدغه فقر او بې‌کاري ده چې بشري سرغړونو ته زمینه مساعدوي او دغه‌شان وسله‌والو مخالفینو او مافیايي کړیو ته دا زمینه برابروي چې زموږ له ځوان نسل او اوزګاره خلکو نه استفاده وکړي."

اغلې سمر وايي، که حکومت د ټولنې اوزګاره وګړو ته د کار زمینه برابره نه‌کړي، دا مسئله به په لوی ناورین واوړي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د مسؤلینو په خبره، د لوږې او بې‌کارۍ تر څنګ د نفوسو زیاتېدل هم يوه ستونزه ده چې د مخنیوي لپاره‌يې باید هڅې وشي.

د دغه کمېسیون د معلوماتو له مخې، د افغانستان د وګړو په شمېر کې هر کال په داسې حال کې درې سلنه زیاتوالی راځي چې دغه هېواد په کلني ډول ۰،۵ سلنه اقتصادي وده لري.

د نړیوال بانک د وروستیو احصائیو له مخې چې افغان حکومت‌‌یې هم تائیدوي په افغانستان کې د کار په شرایطو برابر ۱،۹ میلیونه کسان اوزګاره دي.

بې‌روزګاره افغانان.

​د افغانستان د کارګرانو د ملي ټولنې د مسؤلینو د معلوماتو له مخې، هر کال د کار په شرایطو برابر ۴۰۰ زره افغان ځوانان د بې‌روزګاره کسانو پر شمېر ورزیاتېږي چې دا یوه لویه ستونزه ده.

دا په داسې حال کې ده چې يو شمېر اوزګار ځوانان له حکومت نه غواړي چې د کار زمینه ورته برابري کړي که نه نو د دوی په خبره د یوې مړۍ ډوډۍ د پيدا کولو لپاره مجبوره دي چې د وسله‌‎والو مخالفینو له لیکو سره یوځای شي.

په افغانستان کې روانې جنګ جګړې، ناامنۍ، ټولنیزو ستونزې، د کار ټیټ ظرفیتونه، له هېواده د پانګې تېښته او په حکومتي ادارو کې شته فساد د بې‎کارۍ لامل شوی چې بې‎وزلۍ ته‌‌یې لاره هواره کړې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر بیا يادې غونډې ته په وینا کې وویل، په هېواد کې د تاوتریخوالي د مخنیوي په هدف د خلکو او پولیسو ترمنځ باید د اعتماد فضا رامنځته شي.

ویس احمد برمک وايي، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون سره په ګډه په هېواد کې د عدالت ټینګښت ته کار کوي.

ویس برمک

ښاغلی برمک زیاتوي:

"موږ تاسو ته ډاډ درکوو چې د کورنیو چارو وزارت او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو لپاره به يوه قوي رابطه رامنځته شي او ستاسو د وړاندیزو او څېړنو له مخې به اقدامات کوو او ستاسو همکار به یو."

بل‌خوا د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د حکومت رهبري په ځانګړې ډول افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس په دې هڅه کې دي چې په هېواد کې د بې‎کارۍ کچه راټیټه او د خلکو په ژوند کې ښه ‌والی راشي.

راپور: واصل وصال