کوشنر: ټرمپ بیت‌المقدس ته د خپل سفارت د انتقال پرېکړه نه‌ده کړې

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ تر اوسه پرېکړه نه‌ده کړې چې بیت‌المقدس د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژني او له تل‌ابیب څخه خپل سفارت ورولېږدوي او که نه؟

دغه څرګندونې د ټرمپ سلاکار او زوم جرد کوشنر د یکشنبې په ورځ په واشنګټن کې د بروکېنګس تحقیقاتي بنسټ یوې غونډې ته وکړې او زیاته‌یې کړه چې ولسمشر ټرمپ به په دې اړه د ډسمبر په پنځمه یا شپږمه پرېکړه وکړي، خو له هغې مخکې پر ټولو انتخابونو غور کوي.

کوشنر دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې امریکایي رسنیو درې ورځې مخکې خبر ورکړ چې ټرمپ دې ته نږدې شوی چې اعلان کړي بیت‌المقدس د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت پېژني، خو داسې ښکاري چې دې ښار ته به د امریکا د سفارت د لېږدولو په اړه پرېکړه وځنډوي.

د بیت‌المقدس موقف د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د کړکېچ یوه تر ټولو حساسه مسئله ده.

فلسطینیان بیت‌المقدس د خپل راتلونکي دولت پلازمېنه ګڼي.

اسرائیل د بیت‌المقدس ختیځه برخه له خپلې خاورې سره یوځای کړې او ټول ښار یې د خپلې پلازمېنې په توګه اعلان کړی، هغه اقدام چې نړیوالې ټولنې هېڅکله په رسمیت نه‌دی پېژندلی.