افغان حکومت: پاکستان لاهم عقيده لري چې له ترورېستي ډلو ګټه اخیستى شي

افغان حکومت وايي، پاکستان لا هم په دې عقيده دى چې خپلو بهرنيو اهدافو ته د رسېدو لپاره له ترورېستي ډلو ګټه اخیستلى شي.

د اجرائيه رياست مرستيال وياند جاويد فيصل نن دوشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۳» ازادي راډيو ته وويل، د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د امريکا د نوې ستراتېژۍ ۱۰۰ ورځې پوره شوې، خو لا هم هغسې چې له پاکستانه غوښتنه شوې وه، د ترورېزم په وړاندې يې جدي اقدام نه‌دى کړى.

ښاغلي فیصل زیاته کړه:

"پاکستان په خپله تګلاره کې هېڅ بدلون نه‌دى راوستى. لا هم د خپلې بهرنۍ پالېسۍ او اهدافو لپاره د ترورېستي ډلو پر کارونو اعتقاد لري او د ترورېستانو ملاتړ کوي چې دا مسئله د افغانستان، امريکا او سيمې لپاره د اندېښنې وړ ده. مهمه ده چې نړۍ د دې خطر په وړاندې غلې پاتې نه‌شي، ځکه په ټوله کې دا خطر ټولې نړۍ ته متوجې دى."

اجرائيه رياست پاکستان ته د امريکا د دفاع وزير د سفر په تړاو دغه څرګندونې وکړې.

په پام کې ده جېمز مټېس نن له پاکستاني مشرانو سره د نورو مسايلو تر څنګ د ترورېزم په وړاندې پر جدي مبارزې خبرې وکړي.