دانش: افغانستان هیچاته په نیابتي جګړو کې د ګډون اجازه نه ورکوي

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال وايي، افغانستان نه په نیابتي جګړو کې چاته د ګډون اجازه ورکوي او نه هم نور پرېږدي چې په دې هېواد کې نیابتي جګړه مخ ته یوسي.

محمد سرور دانش دغه څرګندونې نن یکشنبه په ارګ کې د میلاد نبي د ورځې د لمانځلو په غونډه کې وروسته له هغې کوي چې د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال حاجي محمد محقق څو ورځې مخکې ایران ته په سفر کې د ایران له خوا د سوریې جګړې ته د افغانانو د استولو ستاینه کړې وه.

ښاغلي دانش وویل:

"زموږ له پولو به د هېڅ یوه هېواد ګټې ونه ګواښل شي، خو هماغسې چې موږ په نیابتي جګړو کې ګډون نه کوو، له ټولو لېرې او نېږدې هېوادونو هم غواړو چې زموږ هېواد د نیابتي جګړو ډګر ونه ګرځوي."

د محقق څرګندونو په افغانستان کې سخت عکس العملونه راپارولي دي.

جمهوري ریاست ویلي چې د محقق څرګندونې د افغانستان د بهرني سیاست او ملي منافعو خلاف دي او دغه مسئله به په جدي توګه وڅېړي.