مسؤلین: ارزګان کې پاتې روغتیايي مرکزونه هم د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي

د ارزګان د عامې روغتیا مسؤلین وايي چې په دغه ولایت کې خلاص روغتیايي مرکزونه هم د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

که څه هم له دې وړاندې د ارزګان ولایتي ادارې ژمنه کړې وه چې په نېږدې راتلونکې کي به ټول روغتیايي مرکزونه د ناروغانو پرمخ خلاص کړي، خو وسله والو طالبانو د ولایت مقام څنګ ته د «ای.اېچ. ډي. اېس» افغان انکشافي او روغتیايي خدمتونو موسسه هم وتړله چې د مسؤلینو په خبره، ټول روغتیايي مرکزونه به ورسره فلج شي.

ځايي چارواکي یادې خبرې په داسې مهال کوي چې دغلته وسله والو طالبانو د «ای.اېچ. ډي. اېس» موسسې ته چې په دغه ولایت کې يې ټول روغتیايي مرکزونه تمویلول، د تړلو ګواښ کړی او له تېرو۱۰ ورځو راهیسې يې د دفتر دوازه تړلې او کارکوونکي يې ټول په تېښته بریالي شوي دي.

د ارزګان د عامې روغتیا ریاست مسؤلین اوس اندېښنه لري چې که دغه موسسه چې مالي سرچینه هم ورته ویل کېږي، فعالیت شروع نه کړي، نو پاتې روغتیايي مرکزونه به هم وتړل شي.

دوی وایي چې وسله والو طالبانو ځکه په دغه ولایت کې د «ای.اېچ. ډي. اېس»موسسي د فتر او روغتیايي مزکزونه تړلي چې د یادې موسسې مسؤلینو د دوی تر ولکې لاندي سیمو کې د یو شمېر روغتیايي مرکزونو د جوړولو ژمنې کړې وې، خو دغه ژمنې یې پوره نه کړې چې له امله یې وسله والو طالبانو د دغه دفتر د تړلو ګواښ وکړ.

د ارزګان د عامې روغتیا رئیس خان اغا میاخېل وایي:

"په ډېرې خواشنۍ سره باید ووایم چې په ارزګان ولایت کې به هغه پاتې روغتیايي مرکزونه هم وتړل شي، ځکه وسله والو طالبانو هغه د «ای.اېچ. ډي. اېس» په نامه غیر دولتي موسسه هم وتړله چې په دغه ولایت کې یې ټول روغتیايي مرکزونه تمویلول، که چېرې دغه موسسه فعالیت شروع نه کړي، نو زموږ پاتې روغتیايي مرکزونه به هم وتړل شي او ناروغان به مو خپل ژوند له لاسه ورکړي. "

ښاغلی میاخېل وايي، په دې برخه کې خپلې هڅې کړي او دغه ستونزې یې تر مرکزي ادارې پورې رسولي دي .

هڅه مو وکړه چې د یادې موسسې له مسؤلینو سره هم خبرې وکړو، خو له پوره هڅو سره سره بیاهم بریالي نشو.

دا په داسې حال کې ده چې په دغه ولایت کې له تېرو شااوخوا دوه میاشتو راهیسې وسله والو طالبانو ۵۰ روغتیايي مرکزونه په دې هدف تړلي چې روغتیايي مسؤلین دې د دوی غوښتنې ومني، خو روغتیايي مسؤلین چې د وسله والو طالبانو دغه غوښتني يې تر وس پورته خبره ده.

له دې سره بیا د دغه ولایت د ولایتي شورا مسؤلین له دولت څخه غوښتنه کوي چې هغه کسان دې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري، کوم چې د وسله والو طالبانو په امر دفتر او یا روغتیايي مرکزونه تړلي وي.

د ولایتي شورا رئیس امیرخان بارکزي ازادي راډيو ته داسې وویل:

"زه له عدلي او قضايي ارګانونو غوښتنه کوم چې د «ای.اېچ. ډي. اېس» موسسې مسؤلینو څخه پوښتنه وکړي چې تاسو ولې د دولت بې مشورې په خپل سر ورسره ژمنې کولې او ولې مو خبرې ورسره کولې چې له هغوی سره کړې وعدې نشئ پوره کولای. "

که څه هم له دې وړاندې د ارزګان ولس په وار وار چېغې او نارې وهلې چې روغتیايي مرکزونه دې ورته خلاص شي، ولې ښکېلو غاړو تر اوسه غوږ هم نه دی پرې ګرولاي، خو یو وار بیا غوښتنه کوي چې روغتیايي مرکزونه ورته خلاص شي.

د دوی له ډلې یو هم محمد نسیم او بل هم عالي جان دی چې د ارزګان د خاص ارزګان او چورې ولسوالېو څخه يې د دغه ولایت ولایتي روغتون ته یې ناروغان راوړي وو، وايي چې په سیمه کې له تېرو شااوخوا دوه میاشتو راهیسې روغتیايي مرکزونه تړلي دي او په خبره یې چې اوس له ولسوالۍ څخه تر روغتونه یوازې د ناروغانو پر رارسولو تر لسو زرو افغانیو زیات مصرف راځي.

دغه جګړه ځپلي وايي، که څه هم دغه مقدار پيسې مصرفوي، خو اوس په ولایتي روغتون کې هم ډاکټران راته وايي چې زموږ درمل خلاص شوي او په ښار کې یې له درملتونونو واخله، خو په خبره يې چې موږ يې د رانیولو توان نه لرو.

دوی ازادي راډيو ته وویل:

"محمد نسیم یم، ما دغه ناروغ له خاص ارزګان ولسوالۍ څخه راوړی، زموږ په ولسوالۍ له ډېرې مودې راهیسې کلنیکونه تړلي دي او خلک اوس خپل ناروغان ولایتي روغتون راوړي. "

"عالي جان نومېږم، ما دغه ناروغ د چورې ولسوالۍ له اختر کلي څخه راوړی دی، د چورې د ناروغۍ عملیات يې کړی، زموږ لارې تړلي دي، موټر مې دربس کړی او دغه ناروغ مې دلته راوستي، زموږ په سیمه کې زیات شمېر نور داسې ناروغان دي چې اقتصاد یې ضعیف دی او روغتون ته نشي راتلای او هلته د ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړي. "

دا په داسي حال کې ده چې د روغتیايي مسؤلینو په خبره، د دغه ولایت ولایتي روغتون ته هم یو ځل بیا وسله والو طالبانو د تړلو ګواښ کړی چې اوس خدمات په نشت حساب دي او یوازې دروازه یې خلاصه ده.

خو له دې ټولو سره سره د ارزګان ولایتي اداره بیا دا بوج په ارزګان ولایت کې د عامي روغتیا ریاست د ځايي ادارې پر مسؤلینو غورځوي او وايي چې هغوی ته به لارښونه وکړي چې دا ستونزې حل کړي.

د ارزګان مرستیال والي عبدالواحد پټان ازادي راډيو ته داسې وویل:

"موږ څو ورځي مخکي د عامې روغتیا رئیس د دې ستونزې د حل په هدف مرکز ته استولی چې د عامې روغتیا وزیر صیب ته زموږ پیغام ورسوي او ورته وايي چې په ارزګان ولایت کې دغې ستونزې ته د پای ټکی کېږدي، خو مرکزي ادارې له موږ سره ژمنې کړي. "

وسله والو طالبانو که څه هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو له دې وړاندې يې ویلي وو چې دغلته ځکه روغتیایي مرکزونه تړلي چې د دوی په خبره، تش په نوم يې خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کول او دغه راز يې ویلي، ترڅو چې دوی زموږ له غوښتنې سره سم خلکو ته خدمات وړاندې نه کړي، ترهغه به روغتیايي مرکزونه تړلي وي.

دا په داسي حال کې ده چې په دغه ولایت کې نه یوازې روغتیايي مرکزونه تړلي دي، بلکې سلګونه ښوونځي، مخابراتي شبکې او له ولسوالېو سره ټولې مواصلاتي لارې له تېرشااوخوا یونیم کال راهیسې تړلي دي.

راپور: شریف الله شرافت