حبش: د بیت المقدس د موقف بدلول به د سولې بهیر تخریب کړي

د فلسطیني ادارې د مشر محمود عباس ویاند ويلي چې که د امریکا متحد ایالات بیت المقدس د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژني، "دسولې پروسه به په بشپړ ډول تخریب" کړي.

محمود حبش پرون شنبه په رام الله کې د محمود عباس په حضور کې د خبرو پر مهال وویل چې که د بیت المقدس موقف په خپل سر بدل شي، "نړۍ به یې له پایلو سره مخامخ شي."

تر دې خبرو یوه ورځ مخکې رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړل چې د ناڅرګندو امریکايي چارواکو په حواله په کې ویل شوي وو چې ولسمشر ډونالد ټرمپ ښايي بیت المقدس د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژني.

په رپوټونو کې د چارواکو په حواله ویل شوي و چې ډونالد ټرمپ لاپرېکړه نه ده کړې چې په اسرائیل کې د امریکا سفارت له تل ابیب څخه بیت المقدس ته ولېږدوي.

د حماس ډله چې په غزه کې فعاله ده پرون پر فلسطینیانو غږ وکړ چې "که داسې غیر عادلانه پرېکړه پر بیت المقدس وتپل شي، انتفاضه" دې پیل کړي.