چارواکي: په غزني کې ۴ افغان سرتېري او ۳۵ وسله وال طالبان وژل شوي

د غزني سیمه ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالېو کې دعملیاتو او نښتو پرمهال تېره ورځ او تېره شپه ۴ افغان سرتېري او د طالبانو د دوو مهمو قوماندانو په ګډون، ۳۵ وسله وال طالبان وژل شوي او دغه راز ۱۱ افغان سرتېري او۳۱ وسله وال طالبان ټپیان شوي دي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې دوی د غزني ولایت په ګیرو، اندړو او مقر ولسوالیو کې له نښتو وروسته عملیات ترسره کړي دي.

نوموړی وايي، په یادوعملیاتو او نښتو کې ملکي کسانو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.