حاجي اغا: د هرات صنعتي پارک کې باید سوداګرو ته ځمکې ووېشل شي

د افغانستان د متشبثینو د عالي بورډ مشر وایي، په هرات کې افغان سوداګر او پانګوال شکایت لري چې په صنعتي پارک کې ورته ځمکه نه وېشل کېږي.

رحیم الدین حاجي اغا نن ازادي راډیو ته وویل چې صنعتکاران د برېښنا له نشتوالي هم سرټکوي.

ښاغلی حاجي اغا د افغانستان د اراضيو له ادارې نه غواړي چې د هرات په صنعتي پارک کې سوداګرو ته د ځمکو وېش پیل کړي.

د کابل له صنعتي پارک وروسته د هرات صنعتي پارک دوهم لوي سوداګرېز پارک دی چې اوس مهال په کې څه باندې ۲۵۰ تولیدي فابریکې فعالیت لري.