غني: داعش بهرنی ملاتړ له لاسه ورکړی او ځینې به یې غرونو کې له لوږې ومري

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي په دې هېواد کې د داعش وسله واله ډله ځپل شوې او په تېر یو کال يې د درېیو مشرانو په ګډون سلګونه جنګیالي وژل شوي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې په ورځ د استانبول پروسې یا د اسیا زړه هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په اوومه غونډه کې وویل، داعش ډلې بهرنی ملاتړ له لاسه ورکړی، وسلې او جنګیالي یې د کمېدو په حال کې دي هغه چې په غرونو کې پاتې دي، له لوږې به مړه شي.

دا ناسته د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې جوړه شوې چې د ګڼو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او استازو په کې برخه اخېستې ده.

ولسمشر محمد اشرف غني

د افغان ولسمشر په خبره تېرکال د افغانستان نهه ولسوالۍ د داعش تر کنټرول لاندې وې خو دا مهال دا ډله تیت او پرک ده.

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې په افغانستان کې د داعش ظرفیتونه او قلمرو له منځه وړل شوی او په تېر یوه کال کې يې په وړاندې سلګونه ځمکنې او هوايي عملیات شوي.

افغان ولسمشر داسې مهال د داعش وسله والې ډلې د ځپلو خبرو ورکوي چې د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د دې ډلې او وسله والو طالبانو ترمنځ د وسله والو نښتو خبرونه ورکول کېږي چې له امله يې د سیمې سلګونه کورنۍ کډه کولو ته اړې شوي دي.

Your browser doesn’t support HTML5

د داعش او طالبانو جګړې زرګونه کسان بې کوره کړي

د دې ترڅنګ په لوګر، فاریاب ارزګان او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د دې ډلې د فعالیتونو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې د امنیتي او دفاعي چارو کمېسیون وايي چې داعش ډله اوسمهال په دې هېواد کې د پراخېدو په حال کې ده او ورځ تر بلې يې فعالیتونه ډېریږي.

د دې کمېسیون رئیس هاشم الکوزي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وويل:

"تاسې وګورئ په افغانستان کې د داعش ډله ورځ تر بلې د قوي کېدو په حال کې ده مخکې دا ډله په جلال اباد او فاریاب کې وه، خو اوس يې په نورو ولایتونو کې هم موجودیت ډېر شوی دی او د دوی فعالیتونه د دوی جلب او جذب په ولایتونو او ولسوالیو کې هم ډ‌ېر شوی دی، نو دې ستونزې ته لا تر اوسه د حل لاره نه ده پیدا شوې."

هاشم الکوزی

خو برعکس د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان د داعش د ځپلو په برخه کې د ولسمشر خبرې تر یوې اندازې تائيدوي او وايي چې دا ډله تر اوسه په بشپړ ډول له منځه نه ده تللې.

له ډلې يې محمداګل مجاهد ازادي راډيو ته وویل:

"لکه څنګه چې ولسمشر نن په اذاربایجان کې نړیوالو ته وویل چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی او بهرنی ملاتړ يې هم له لاسه ورکړی دا خبرې موږ هم تائيدو واقعاً داعش په افغانستان کې هغه شان چې په افغانستان کې بستر ورته وغوړېږي هغه څه نشته، ټول افغانان په یو غږ د داعش په وړاندې مخالفت کوي او دولت يې په وړاندې جنګیږي."

ښاغلي مجاهد وړاندیز وکړ چې نړیوال په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا هېوادونه باید د داعش ډلې په له منځه وړلو کې له افغانستان سره همکاري وکړي کنه دا ډله په راتلونکې کې ټوله نړۍ ګواښولای شي.

راپور: اکرام الله اکرام