غني به نن جمعه باکو کې د استانبول د پروسې غونډې ته وینا وکړي

په پام کې ده چې ولسمشر اشرف غني نن جمعه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۰» د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د استانبول د پروسې اوومې غونډې ته وینا وکړي.

ښاغلی غني د اسیا د زړه یا استانبول د پروسې د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره پرون پنجشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۹»باکو ته ورسېد.

د جمهوري ریاست د رسمي خبري ویب‎پاڼې د راپور له مخې ښاغلی غني به غونډې ته پر وینا سربېره د اذربایجان له ولسمشر الهام عليیف سره په کتنه کې د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وکړي او همدا رازمسؤل چارواکي به د دواړو ولسمشرانو په حضور کې د پانګونې، امنیت، اقتصاد، سوداګرۍ، ملکي هوايي چلند، لوړو زده‎کړو او پوهنې په برخو کې د دوه اړخېزو همکاریو موافقې لاسليک کړي.