نیکلسن: هوايي حملو کې به د ملکي وګړو خوندیتوب ته جدي پام وشي

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان وايي چې په هوايي حملو کې د وسله‎والو مخالفینو د ځپلو ترڅنګ د ملکي وګړو خوندیتوب ته به جدي پاملرنه وکړي.

جنرال نیکلسن پرون د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د پولیسو د ۳۳۳ قطعې د روزنې له جریان څخه د لیدنې پر مهال وویل چې د ملکي وګړو خوندیتوب د دوی لپاره په لومړیتوب کې دی:

"دښمن خلک د ډال په توګه کاروي او د خلکو له کورونو حملې کوي. په ډېرې خواشینۍ سره دا کله ناکله د تلفاتو باعث کېږي. موږ به تر وسې وسې هڅه وکړو چې له یوې خوا پر دښمن فشار زیات کړو او له بلې‎خوا د افغانان ژوند خوندي کړو."

د افغانستان لپاره د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې د امریکا د پوځ قوماندانانو ته د افغانستان د جګړې په ډګر کې د پخوا په پرتله زیات صلاحیتونه ورکړل شوي او ترڅنګ یې په هوايي حملو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.