ولسمشر غني د اسیا زړه هېوادونو په غونډه کې د ګډون په هدف اذربایجان ته ولاړ

ولسمشر محمد اشرف غني د استانبول پروسې یا د اسیا زړه هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د ګډون په خاطر د اذربایجان پلازمېنې باکو ته ولاړ.

ټاکل شوې افغان ولسمشر محمد اشرف غني اذربایجان ته د خپل سفر په جریان کې د استانبول پروسې یا د اسیا زړه هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په اوومه غونډه کې وینا وکړي.

د جمهوري ریاست د ویندوی د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶کال لېندۍ۰۹» په کابل کې د مالیې او فواید عامې وزارتونو له ویندویانو سره په ګډې خبرې غونډه کې وویل ښاغلی غني به په دغه غونډه کې د افغانستان د وضعیت او سیمه ییزې همکارۍ په اړه خبرې وکړي.

د ښاغلي مرتضوي په وینا د دغه کنفرانس په څنډه کې به افغان ولسمشر د اذربایجان له ولسمشر سره د سیمه ییزو دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا هم خبرې وکړي.

د شاه حسین مرتضوي په خبره هیله ده چې په دغه سفر کې د واړو لورو ترمنځ د امنیت، اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې یو شمېر موافقتنامې هم لاسلیک شي.

شاه حسین مرتضوي

نوموړي زیاته کړه:

"دغه راز به د دې سفر په جریان کې د پانګونې د ترویج او متقابل ملاتړ، په امنیتي او د قانون د تنفیذ د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوايي خدمتونو د همکارۍ، په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د همکارۍ د لوړو زده کړو او پوهنې په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو موافقتنامې لاسلیک کړي."

د سیمې له هېوادونو سره دوستانه اړیکې د ولسمشر محمد اشرف غني د بهرني سیاست مهمه برخه جوړوي او افغان چارواکي وایي، حکومت هڅه کوي چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره ښې اړیکې لا پیاوړي کړي.

د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره دافغان حکومت د همکاریو د پراختیا په لړ کې د افغان چارواکو په وینا د چهارشنبې په ورځ د افغانستان او ازبکستان ترمنځ یو تړون لاسلیک شو چې له مخې یې د کابل او تاشکند ترمنځ لومړنی پرواز هم ترسره شو.

د افغانستان د ملکي هوانوردۍ ادارې د چارواکو په وینا تمه ده چې په دغه اقدام سره د دواړو هېوادونو ترمنځ هوايي خدمتونه پراختیا ومومي.

د افغانستان د مالیې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزی وايي، د افغان او اذربایجاني چارواکو ترمنځ تړون او د پروازونو په پیل سره به کابل وکولای شي په بېلابېلو برخو کې د باکو له تجربو نه استفاده وکړي.

اجمل حمید عبدالرحیمزی

نوموړي زیاته کړه:

"د دغې موافقتنامې سره په خوا کې موږ کولای شو، له ګمرکي تخلفاتو څخه مخنیوی وکړو چې دا هم زموږ د ګمرکاتو لپاره یوه مهمه مسئله ده، ځکه چې ګمرکات د افغانستان ۴۸ فیصده ملي عواید تشکیلوي، نو له دې لارې موږکولای شو، د ګمرکاتو د لا اصلاح لپاره یوه مثبته پایله ولرو."

له بلې خوا د فواید عامې وزارت ویاند مهدي روحاني وايي چې ولسمشر غني به د اذربایجان پلازمېنې باکو ته د خپل سفر په جریان کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ریل پټلۍ د غځېدو موافقتنامه هم لاسلیک کړي.

د نوموړي په وینا د دغې موافقتنامې لاسلیکېدل به د ریل پټلۍ د کارکوونکو د ظرفیت پر لوړولو مثبت اغېز ولري.

راپور: رحمت الله افغان