په ترکیه کې د افغان کډوالو پر ستونزو ۴ اړخیزه بحث کېږي

د افغانستان، ایران، پاکستان او د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازي نن په ترکیې کې د افغان کډوالو پر ستونزو غږېږي.

د دغې دوه ورځنۍ څلور اړخیزې غونډې مشري افغانستان کوي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، دا غونډه به د افغان کډوالو پر ستونزو او د کډوالو په برخه کې د نړیوالو مرستو پر څرنګوالي متمرکزه وي.

د دغه وزارت ویاند اسلام الدین جرئت ازادي راډیو ته وویل:

"د دې غونډې هدف دا دی چې نړیوالې ادارې په ۲۰۱۸ کال کې افغانستان ته د بېرته راستنېدونکو کډوالو د ادغام په برخه کې مرسته کولی شي او یو ان اچ سي ار په دې برخه کې څومره مالي همکاري کولی شي، سږ کال به دا واضحه کړو چې په ۲۰۱۸ کال کې څومره کډوال منلی شو."

په همدې حال کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند نادر فرهاد ازادي راډیو ته ویلي چې دغه اداره د کډوالو ستونزو د هواري په برخه کې له افغانستان سره پر خپلو ژمنو ولاړه ده.