د ارزګان ولایت مقام په ۲۰۰ مترۍ کې د کوکنارو کښت خو دوی لاس تر زنې ناست!

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او ولسواليو کې بيا بزګرو د کوکنارو په کښت لار پورې کړی، خو دولت لاس تر زنې ورته ناست دی.

بزګران وايي چې دولت د بدیل کښت اسانتيا نه‎ده ورته برابره کړې، دوی مجبور دي چې تارياک وکري.

دا کروندګر د ولایت مقام ودانۍ ته په ۲۰۰ مترۍ کې په کرکیله بوخت دي او غواړي چې سږ کال په خپله ځمکه کې کوکنار وکري.

که څه هم افغان دولت په وار-وار له نړيوالو سره ژمنې کړي او د دې لپاره په میلیونونه پیسې مصرف شوي چې په افغانستان کې به د کنارو کښت صفروي، خو سږکال د افغانستان په جنوبي ولايتونو، په تېره بیا په ارزګان کې په زیاته پيمانه کوکنار کرل شوي او کرل کېږي.

بسم‎الله د ترینکوټ ښار او ولایت مقام ودانۍ په ۲۰۰ مترۍ کې د چورمګر په سیمه کې د نور کلونو په څېر سږکال بیا هم په خپله ځمکه په ډاډه زړه کوکنار کري، ځکه دا نوې خبره نه‎ده، پروسږکال هم د ولایت مقام ودانۍ په ۱۰ مترۍ کې کوکنار کرل شوي او حاصلات يې ټول شول.

دی وايي چې خپله هم په دې پوهېږي چې کوکنار د ټولنې په زیان دی، خو کاروبار نشته او کوکنار له مجبوريته کري.

د ده په خبره روانو جګړو هر څه ترې اخېستي او اوس غواړي چې له دې لارې څه پيسې لاسته راوړي چې په هغه له يوې‎خوا خپل کور ورغوي او له بلې‎خوا خپلو بچيانو ته یوه ګوله ډوډۍ پیداکړي:

"دا ځمکه غنم نه کوي، مجبوره یو چې تاریاک وکرو، پنځه شپږ جریبه ځای دی، که مو وس په رسېده لږ به غنم په‎کې وکرو، دغه ځمکه بیخي غنم نه کوي، ځکه د اوبو نیستي ده. زه ځکه دا کښت کوم چې درې څلور لکه روپۍ پوروړی یم . که تاریاک نه‎وي دا پور په هېڅ ډول نه‎شم اداء کولای. دولت خو والله که ماته لس روپۍ هم راکړي چې پور مې اداء کړم. زه وايم ګوندې سږ کال دا کښت سم شي، که سم شو له پورونو به خلاص شم او بيا به خپل ژوند کوم."

دغه ډول بسم‎الله پر دولت هم له دې امله نیوکه وکړه چې تر اوسه يې بدیل کښت نه‎دی ورته برابر کړی، اوبه په پیسو دي او که غنم وکري، نو یو من يې په

۸۰۰ پاکستانۍ روپۍ تمامېږي، ځکه نو دی کوکنار کري.

دی وايي:

"له دولته موږ هېڅ نه غواړو، دولت که له موږ سره مرسته کولای، په دې پنځلس کاله کې به یې راسره کړی وای. موږ تاریاک څه کول، وختي به مو لاخبره منلې وای او کوکنار به مو نه کرلای، موږ مجبوره يو، که مجبوره نه وای دا کار مو نه کاوه. موږ پوهېږو چې کوکنار هم مسلمانو او هم نورو مملکتونو ته تاوان رسوي."

بسم‎الله يوازې د دې سيمې يو مثال دی، خو په نورو سيمو کې په سلګونو نور کروندګر هم شته چې د کوکنارو په کښت او کرونده بوخت دي.

د ارزګان د والي مرستیال عبدالواحد پټان

دا چې دولت د کوکنارو د مخنیوي لپاره تر دې مهال څه کړي دي په اړه یې د ارزګان د والي مرستیال عبدالواحد پټان وايي:

"د کوکنارو په اړه چې دهاقین تصمیم لري کوکنار وکري، يو دا چې موږ په دې اړه تبلیغاتي کمپاین شروع کړی دی، بل هغه ساحې چې د دولت او مخالفینو ترمنځ حایل نقطې دي، کله چې زموږ دفاعي خط وړاندې کېږي، که څوک په امنيتي ساحه کې ساحه کوکنار بدیل نشته، دولت یوه روپۍ هم چاته نه ورکوي، دا مطلق امر دی او کوکنار به يې اړول کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم د ارزګان ولایتي ادارې ژمنه کړې وه چې د کوکنارو کښت به اړوي، خو د ولایت مقام د ودانۍ په ۱۰ ميترۍ کې هم کروندګرو کوکنار کرلې وو او حاصلات يې واخېستل.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت د سږ کال راپور ښيي چې په افغانستان کې د تېرکال په پرتله د کوکنارو کښت ۶۳ سلنه او د تاریاکو تولید ۸۷ سلنه زیات شوي دي.

راپور: شریف الله شرافت