هرات کې سوداګرې ښځې په بېلابېلو سوداګرېزو برخو کې فعالیت لري

د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، سوداګرې ښځې د دغه ولایت په بېلابېلو سوداګرېزو برخو کې فعالیت لري.

د دغه خونې مرستیال توریالي غوثي نن ازادي راډیو ته وویل، سوداګرې ښځې د زعفرانو په تولید، خوراکي توکو، لاسي صنایعو، مکرومه بافۍ، د ورېښمو د تولید، غالۍ اوبدلو او نورو برخو کې د پام وړ فعالیتونه لري.

ښاغلی غوثي وايي، د دوی تولیدات تر دېره المان، دوبی او د افغانستان په ولایتونو کې پلور کېږي.

خو د نوموړي په خبره، لا هم سوداګرۍ ښځې له یو شمېر ستونزو سره مخ دي چې حکومت یې باید ور هوارې کړي.