هاګ کې د "م.م" محکمې تائید کړه چې سلوبودان پرالیاک زهر خوړلي و

په هاګ کې د ملګرو ملتونو محکمې تائید کړه چې د بوسنیا هغه په جنګي جرمون تورن کروشیایي وروسته له هغې ساه ورکړه چې پرون په محکمه کې د شل کالو بند د سزا له اورولو وروسته یې زهر خوړلي و.

د پخوانۍ یوګوسلاویا لپاره د جرمونو نړیوالې محکمې یوه ویاند وویل، ۷۲ کلن سلوبودان پرالیاک Slobodan Praljak چې نېژدې روغتون ته لېږدول شوی و، د ډاکټرانو د هڅو سره سره پرون مړ شو.

هغه چې پخوا په بوسنیا کې د کرویشیایي ځواکونو قوماندان و، په بوسنیا هیرزیګوینه کې د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۵ کلونو جګړو په موده کې پر جنګي جرمونو د تورنو شپږو کسانو له ډلې یو و چې د دغې محکمې له خوا محاکمه شوي یا یې محاکمه کېږي.