نبنزیا: د امریکا په مشرۍ ائتلاف د سوریې د ویشلو هڅه کوي

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي په سوریه کې د امریکا په مشرۍ ائتلاف تورن کړ چې په دې هېواد کې له داعشه په نیول شوېو تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د سیمه‌ییزو حکومتي ادارو په جوړولو سره د دې هېواد د ویشلو هڅه کوي.

د روسیې انټر فاکس او ریا خبري اژانسونو د واسیلي نبنزیا له قوله ویلي چې هغه دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې کړي او شکایت یې کړی چې د کُردانو او عرب ملېشو څخه جوړ ائتلاف چې په وروستیو کې یې رقه له اسلامي دولت ډلې یا داعش څخه آزاده کړې، پر دې خبرې کوي چې د سوریې د حکومت له ښکېلولو پرته حکومتي ادارې جوړې او اقتصادي چارې احیا کړي.

نبنزیا ویلي، راپورونه یې ترلاسه کړي چې دغه ائتلاف مستقیماً له داعشه په آزادو شویو سیمو کې د سیمه ییزو ادارو د جوړولو په چاره کې ښکېل دی.

هغه ویلي، د ائتلاف دغه هڅې د سوریې د تجزیه کولو پر لوري پاخه ګامونه بلل کېږي.

روسیه دغه شکایت داسې مهال کوي چې د سوریې د حکومت او یاغي ډلو استازیو د سوریې د څه باندې شپږ کلنې کورنۍ جګړې د پایته رسولو په هدف د چهارشنبې په ورځ په جنوا کې د ملګرو ملتونو په مرسته په اتم دور خبرو کې برخه واخېسته.

د جنوا په خبرو کې روسیې او سوریې د خپلو وروستیو بریاوو یادونه کړه چې حکومت د سوریې د خاورې په څه باندې نیمایي برخې کنټرول لري.

د سوریې شمالي ښار رقه چې د داعش د خلافت او د دې سخت دریځې ډلې پیاوړی مرکزو بیا هغو وسله والو ډلو نیولی چې امریکایي ملاتړ کوي.