ډونالډ ټرمپ ویلي، پر شمالي کوریا به نور لوی بندیزونه ولګول شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، پر شمالي کوریا به نور لوی بندیزونه ولګول شي.

دا خبره وروسته له هغه وشوه چې شمالي کوریا د نوومبر پر ۲۸مه نېټه د یوه بل قاره ویشتونکی بالسټیک توغندي د ازمویلو خبره وکړه.

ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د شمالي کوریا د دې اقدام په غبرګون کې وویل:

"د شمالي کوریا له‎خوا یو توغندی ازمویل شوی دی. موږ به یې په پام کې ونیسو. دلته د دفاع وزیر جېمز مټېس راسره دی او موږ پر دې بحث وکړ. یو داسې وضعیت دی چې باید رسیدګي ورته وشي."

تر دې وړاندې ولسمشر ټرمپ د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره د شمالي کوریا د دغه اقدام په اړه ټلیفوني خبرې کړي او هغه ته یې واضحه کړې چې متحده ایالات د خپل ځان او خپلو متحدینو دفاع کوي.

د امریکا ولسمشر دغه راز پر چین ټینګار کړی چې له خپلو ټولو امکاناتو په استفادې شمالي کوریا متقاعده کړې چې له پاروونکو اقداماتو لاس واخلي.

د چین رسمي خبري آژانس سینهوا د ولسمشر شي په حواله لیکلي چې خپل امریکایي سیال ته یې ویلي چې په شمال ختیځي آسیا کې د سولې ټینګښت او په کوریا ټاپو وزمه کې اټمي وسلې ته اجازه نه ورکول د پیکنګ اهداف دي.

چین د شمالي کوریا عمده متحد او سوداګریز شریک دی.

شمالي کوریا ادعا کوي چې یو داسې نوی قاره ویشتونکی توغندی یې ازمویلی چې د امریکا د خاورې هرې برخې ته رسیدلی شي.