د محقق د څرګندونو په اړه د غبرګونونو د زیاتېدو پایلې به څه وي؟

د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق د وروستیو څرګندونو په اړه په افغانستان کې ورځ تر بلې غبرګونونه زیاتېږي.

تازه په کابل ښار کې د ځوانانو یو مدني نهاد د ښاغلي محقق وروستۍ څرګندونې د ملي ګټلو خلاف عمل بللی او له حکومته‌يې غوښتنه کړې چې له محققه په دې اړوند پوښتنې ګروېږنې وکړي.

له دې وړاندې مشرانو جرګې او ولسي جرګې هم د محقق د څرګندونو په اړه تند غبرګونونه ښودلي دي.

په همدې اړه د ازادي راډیو خبریال اکرام‌الله اکرام د حقوقي چارو له یوه کارپوه کبیر رنجبر سره خبرې کړي او په سر کې يې ترې پوښتلي چې د محقق د څرګندونو په وړاندې د غبرګونونو د زیاتېدو پایلې به څه وي؟

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي کبیر رنجبر سره مرکه