د ملي امنیت ریاست مسؤلین وايي، داعش او طالب وسلهوالو په ننګرهار کې ډېر لوی پلانونه درلودل چې امنيتي ځواکونو د ولسونو په همکارۍ ورته شنډ کړي.
د ننګرهار د ملي امنیت ریاست مرستیال جميعالله نورستاني د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۷» په خوګياڼو ولسوالۍ کې رسنیو ته وويل چې داعش وسلهوالو پلان درلود چې د تورې بوړې ساحه ونيسي او همدا ځای د خراسان ولایت مرکز اعلان کړي.
دی وايي:
"په تېرو نهو میاشتو کې داعشيانو تبليغ کاوه او دا يې پلان وو چې د شینوارو سیمو نه خوګياڼو زون ته راشي او توره بوړه ونيسي او دا ځای د خراسان ولایت مرکز اعلان کړي او له دې لارې په حصارک، لوګر او نورو سیمو کې خپل فعالیتونه پراخ کړي چې دا پلانيې موږ شنډ کړ."
د خوګیاڼو له جنګه را کډه شوي کډوال
نوموړی وايي، بلخوا وسلهوالو طالبانو هم پلان درلود چې حصارک او شيرزاد ولسوالۍ د خپلې ولکې لاندې راولي او له پاکستانه د پېښور شورا حصارک ولسوالۍ ته رانتقال کړي چې امنيتي ځواکونو د دوی دغه پلان خنثی کړ.
دی زیاتوي:
"طالبانو هم د سږ کال لپاره پلان لاره چې حصارک او شیرزاد ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راولي او دلته د پېښور شورا را انتقال کړي او په حصارک کې د ثوق او ادارې مرکز د شرقي زون لپاره فعاله کړي چې خوشبختانه د دوی دا پلان هم شنډ شو او ډېر زیات تلفاتيې ورکړل."
په همدې خبري ناسته کې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په خوګياڼو ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسلهوالو ترمنځ د خپلمنځي نښتو په تړاو وويل چې اوسنۍ جګړه په هغو سیمو کې شوې چې هلته طالبان فعاله وو.
دی وايي، په دې ولایت کې د دواړو وسلهوالو ډلو د فعالیت ساحه تر پخوا کمه شوې او ډېری سیمې د امنيتي ځواکونو لاس ته لوېدلي.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل
ښاغلي منګل زیاته کړه:
"موږ ټول په دې اعتراف کوو چې ځينې غرنۍ لیرې پرتې سيمې د وسلهوالو په لاس کې وې، اوس هلته جنګونه رامنځته شوي چې هلته پخوا دولتي حاکميت یا کمزوری و او یا هم نهوو، خو اوس هغه سیمې هم د امنيتي ځواکونو لاسته راغلي او دا سیمې به ساتل کېږي."
که څه هم د ننګرهار ولایتي ادارې په خوګياڼو ولسوالۍ کې د دواړو ډلو د ځپلو په هدف د تازه عملياتو د پيل خبره کړې، خو تر اوسه په یادو سیمو کې د امنيتي ځواکونو لهخوا عمليات نهدي پيل شوي.
د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې د یادو وسلهوالو ډلو د خپلمنځي نښتو له امله د خوګياڼو ولسوالۍ څخه په زرګونه کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوي چې له دې ډلې څه باندې درې زره کورنیو سره مرسته شوې، پنځه زره کورنۍ سروې شوي او د پاتې نورو کورنیو سروې روانه ده.
راپور: شاهمحمود شینواری