پاپ فرانسېس: میانمار باید د ټولو وګړو حقونه خوندي کړي

د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانسېس په میانمار کې پرته له دې چې د روهینګیا مسلمانانو په وړاندې تشدد ته اشاره وکړي پر روانو شخړو خواشیني څرګنده کړه او ویې‌ویل چې دا هېواد باید د ټولو وګړو حقونه خوندي کړي.

پاپ فرانسېس وايي، د یوه امن لرونکي میانمار راتلونکی په دې پورې تړلې چې د دې هېواد ټول وګړي ځان خوندي وبولي.

نوموړي زیاته کړه:

"د میانمار راتلونکې باید سوله وي، هغه سوله چې د ټولنې د هر غړي حقونو او کرامت ته په درناوي ولاړه وي. هرې قومي ډلې او هویت ته‌یې احترام وشي، د قانون د حاکمیت درناوی وشي، د یوه ډموکراتیک نظم چې هر فرد او هره ډله ترې بهر پاتې نه‌شي، هغه نظم چې د ټولو د ښېګڼې لپاره قانوني همکاري وکړي."

پاپ فرانسېس

د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو مشر دا څرګندونې نن سې شنبې «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۷» د میانمار یا پخوانۍ برما په پلازمېنه نایپیداو «Naypyitaw» کې د دې هېواد له ملکي مشرې او د نوبل د سولې د جایزې له ګټونکې انګ سان سوچي سره له خصوصي کتنې وروسته په وینا کې وکړې.

فرانسېس په خپله وینا کې نه د روهینګیا او نه هم د ځپنې نوم واخیست، خو پر دې یې خواشیني څرګنده کړې چې د میانمار وګړي د کورنۍ شخړې او دښمنیو له امله کړېږي او هغه به دوام وکړي او پر دې یې ټینګار وکړ چې هر یو چې میانمار خپل وطن بولي د دې مستحق دی چې اساسي حقونه‌یې خوندي شي.

تمه کېده چې د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو مشر به چې د روهینګیا مسلمانانو په ملاتړ یې ډېرې څرګندونې کړي په عام محضر کې په خپلو څرګندونو کې د روهینګیا د کډوالو ستونزو ته اشاره وکړي، خو له دې کاره‌یې ډډه وکړه.

د میانمار په راخین ایالت کې د شخړو په ترڅ کې چې په اګست میاشت کې پیل شوې او تر اوسه دوام لري، له ۶۲۰ زرو زیات کسان بنګله‌دېش ته تښتېدلي دي.

روهینګیايي مسلمانان بنګله‌دېش ته د تښتېدلو پر مهال.

دغه شخړې د امریکا متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو قومي تصفیه بللې ده.