افغان او د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت امنیتي او دفاعي چارواکي کندز ته تللي

افغان او په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت امنیتي او دفاعي چارواکي په یوه ناڅاپي سفر کندز ته تللي دي.

د کندز د والي ویاند نعمت‌الله تیموري د دغه خبر په تائید سره وايي چې په دغه پلاوي کې د ملي امنیت رئیس محمد معصوم ستانکزی، د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویس احمد برمک، د ملي اردو لوی درستیز شریف یفتلي او په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت قوماندان جان نېکلسن شامل دي.

ښاغلي تیموري د دوی د سفر هدف په ډاګه نه‌کړ، خو ټاکل شوې چې دوی په یوه خبري کنفرانس کې راڅرګند شي.

نور جزئیات وروسته ...