مالیې وزارت او د اسیا پراختیایي بانک د لمریزې برېښنا یو تړون وکړ

د افغانستان د مالیې وزیر تېره ورځ د اسیا پراختیایي بانک له رئیس سره د څه باندې ۴۴ میلیونه ډالرو په ارزښت، د لمریزې برېښنا د سټېشن د جوړولو تړون لاسلیک کړ.

د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د دغې پروژې له مخې به د سروبي ولسوالۍ په نغلو سیمه کې د ۲۰ مېګا واټه په ظرفیت د شبکې دننه د لمریزې برېښنا یو سټېشن فعال شي.

ښاغلي عبدالرحیمزي وویل:

"دغه پیسې د سروبي په نغلو سیمه کې د ۲۰ مېګا واټه لمریزې برېښنا د جوړولو په برخه کې لګول کېږي."

نوموړی وایي، د دغې پروژې په بشپړېدو سره به په کابل او جلال‌اباد کې د برېښنا د کمښت ستونزه تر یوه بریده هواره شي.

د لمریزې برېښنا د تولید دغه سټېشن به د یوه کال په اوږدو کې نږدې ۶۵۴۳۰ مېګا واټه لمریزه برېښنا تولید کړي.