د البانیا جمهور رئیس د تیرانا او بلګراد د تازه اړیکو د ټینګښت اعلان وکړ

د البانیا جمهور رئیس ایلیر متا د صربیا له یوه سوېلي ښاره چې اکثر اوسېدونکي یې البانیايي توکم دي، دوه ورځنی غیر رسمي سفر پرون پیل کړ.

ولسمشر متا د صربیا مېدوېدیا ښار له سیمه‎ییزو چارواکو سره په خبرو کې د تیرانا او بلګراد ترمنځ د تازه اړیکو د ټینګښت اعلان وکړ.

هغه وویل، خوښ دی چې د همکارۍ له پیغام سره دې هېواد ته تللی دی.

د بالکان حوزې دوو هېوادونو صربیا او البانیې اړیکې له ۲۰۰۸ کال وروسته چې کوسوو خپلواکي اعلان کړه سړې شوې وې.

۱۵۰ هېوادونو د کوسوو خپلواکي په رسميت پېژندلې، خو روسیه او صربیا لا هم دا خپلواکي نه‎ده منلې.