ټرانسپورت وزارت: د ښاري بسونو د ترمیم لپاره هند مرسته کوي

د افغانستان ټرانسپورت وزارت وايي، د ښاري بسونو د ترمیم لپاره هندوستان مرسته ورسره کوي.

د ټرانسپورت وزارت ویاند حکمت‌الله قوانچ پرون ازادي راډيو ته وویل، په تېرو کلونو کې د هند او نورو هېوادونو له‎خوا د مرسته شویو بسونو ډېر شمېر له کاره لوېدلي چې اوس به د هند په مرسته بیا فعاله شي.

دی وايي:

"د هند په مالي مرسته به ۳۵۰ بسونه بیا فعاله شي. دا بسونه به په مرکز او ولایتونو کې د خلکو له اړتیاوو سره سم وکارول شي."

د ټرانسپورت وزارت ویاند وايي، هند همداراز ژمنه کړې چې د بسونو د ترمیم لپاره به سلګونه افغان ځوانانو ته تخنیکي روزنه ورکړي.

په کابل کې د هند سفارت هم ویلي چې د دوه میلیونه او اته ۷۸۰ زره ډالرو په ارزښت‌یې د ښاري بسونو د ترمیم او د پرزه‌جاتو د برابرولو قراردادونه له افغان چارواکو سره لاسلیک کړي دي او د ۲۰۱۸ کال تر پایه به دا بسونه جوړ کړي.

د هند سفارت په خپاره کړي بیان کې د افغانستان د پرمختګ لپاره له خپلې همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.