محقق د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره په دوه اړخېزو اړیکو غږېدلی

د افغانستان د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره په دوه اړخیزو اړیکو او له ترورېزم سره پر مبارزې خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې ویلي چې دوی دواړو په تهران کې سره ولیدل او د ترورېزم پر ضد یې د ایران او افغانستان په زیاتې همکارۍ ټینګار وکړ.

په بیان کې دا هم راغلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د افغان اجرائیه رئیس دوهم مرستیال د دواړو هېوادونو تر منځ د پنځه‎ګونو کمېټو د کاري بهیر په چټکتیا هم بحث وکړ.

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزارتونه د دفاعي، امنیتي، اقتصادي چارو، د اوبو پر مسئلې، فرهنګ او کډوالۍ پنځه کمېټې جوړې کړې دي.