د عربستان وليعهد: نه پرېږدو افراطي وسله وال مو ښکلى مذهب داغي کړي

د سعودي عربستان وليعهد د دغه شاهي هېواد په رهبرۍ د ټرورېزم په وړاندې د اسلامي هېوادونو د ائتلاف د لوړې سطحې لومړۍ غونډه پرانيسته.

وليعهد وويل، افراطي وسله وال به نور زموږ ښکلى مذهب داغي نه کړي.

د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان نن یکشنبه په رياض کې د دغه ائتلاف د غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو او نورو لوړ رتبه چارواکو غونډې ته وويل:

"د دغه ترورېزم او افراطيت تر ټولو لوى خطر دا دى چې زموږ د ګران مذهب حيثيت لکه دار کوي چې موږ به دغه کارته اجازه ور نه کړو."

ده وويل چې موږ نن پر ترورېزم برلاسي کېدل پيلوو، په نړۍ کې به يې په بېلابېلو بڼو له منځه وړو.

وليعهد دا څرګندونې په داسې حال کوي چې د داعش ډلې تحرکات د دغه ائتلاف د جوړېدو سبب شو.

دغه ډله له عراق څخه شړل شوې او په سوريه کې يې په خپل سر اعلان کړى خلافت هم له لاسه وتلى دى، خو په دغه ائتلاف کې ايران، عراق او سوريه شامل نه دي.

په داسې حال کې چې د رياض په مشرۍ د څلورو عرب هېوادونو او دوحې ترمنځ ډيپلوماتيک کړکېچ دوام لري، نننۍ غونډې ته قطر هم خپل استازى نه دى لېږلى.