پکتيا کې مظاهره چيانو د کابل- خوست تړلې لار په مشروط ډول خلاصه کړه

د پکتيا د بنوزيو اوسېدونکو د يکشنبې په سهار د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۵ مه شااوخوا ۱۰ بجې د خوست کابل لويه لار د يوې مظاهرې په ترڅ کې وتړله او له نېږدې څلورو ساعتونو لارې تړل کېدو وروسته شااوخوا ۳ بجې د بنوزيو قوم او ولايتي ادارې ترمنځ د منځګړو په غوښتنه لار خلاصه کړه.

مظاهره چيانو وويل چې د پکتيا ولايتي اداره يې په غير قانوني ډول کورونه نړوي او دوی يې په مقابل کې د خوست ـ کابل لويه لار تړلې او د خپلو حقونو ترلاسه کېدو لپاره به په هر ډول اقداماتو لاس پورې کړي.

د مظاهره چيانو په خبره چې د دوی پلرنۍ ځمکه حکومت د وسلو او ټانکونو په زور نيسي او بيا يې نورو خلکو ته توزيع کوي.

د دوی په خبره، که چېرې حکومت عدالت ورسره ونه کړي، نو له خپله حقه د دفاع په خاطر به لويې لارې بندې او مظاهرو ته به دوام ورکړي

بل خوا د پکتيا والي شميم کټوازي د خلکو له مظاهرې وروسته ازادي راډيو ته وویل چې مظاهره پای ته رسېدلې او دوی به د خپل پلان د پلې کېدو لپاره، قانوني لار وګوري.

خلکو په داسې مهال په مظاهره لاس پورې کړ چې تېره ورځ د پکتيا والي، ښاروال او ولايتي ادارې د بنوزيو په سيمه کې د خلکو د تر سلو زياتو کلاوو په نړولو پيل او خبر يې ورکړ چې د بنوزيو ځمکه به له غصبه خلاصه او د معلمينو د ښارګوټي د جوړوېدو پلان عملي کوي، چې تېره ورځ يې د سيمې اوسېدونکو مخالفت او نن مظاهره وکړه.