پاپ فرانسیس برما او بنګله دېش ته ۶ ورځنی سفر پیلوي

پاپ فرانسیس نن یکشنبه «۱۳۹۶ کال لیندۍ ۰۵»برما او بنګله دېش ته ۶ ورځنی سفر پیلوي.

پاپ غواړي چې د دې سفر په لړ کې د نړۍ د کډوالو یو تر ټولو ستر بحران له نېژدې وویني.

ټاکل شوې ده چې پاپ فرانسیس د برما د پوځ لوی درستیز جنرال مین اونګ هانینګ او د دغه هېواد ملکي مشره انګ سان سوچي د برما د سفر په لړ کې وویني.

په تېرو ۳ میاشتو کې د برما له راخین ولایت څخه تر ۶ لکه ۲۰ زره زیات روهینګیايي مسلمانان بنګله دېش ته کډوال شوي دي.

ملګرو ملتونو او د امریکا متحدو ایالتونو برمايي چارواکي پر قومي تصفیې تورن کړي دي.

خو د برما حکومت دا تور ردوي.