مسیر: وکیلانو خپله پرېکړه ماته کړه او نیمګړې کابینې ته رأیه ورکوي

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ګڼو نور مطالبو تر څنګ ولسي جرګې ته د کاندید وزیرانو د معرفۍ او د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د راکمولو د نړیوالې ورځې په مناسبت یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

  • مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼو په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي، وکیلانو خپله پرېکړه ماته کړه او نیمګړې کابینې ته رأیه ورکوي.

د مطلب لیکوال لیکي:

د ولسي جرګې ګڼو وکیلانو میاشت وړاندې ویلي وو، که حکومت نیمايي کابینه ور معرفي کړي دوی به نه یوازې دا چې د باور رأیه نه ورکوي بلکې د ولسي جرګې تالار ته د ننوتلو مخه به یې ونیسي، خو په خبره یې حکومت نیمګړې کابینه ولسي جرګې ته ور وپېژندله او وکیلانو هم خپله پرېکړه ماته کړه.

لیکوال په دې تړاو د ځینو وکیلانو او کارپوهانو په حواله لیکي، له حکومت سره پټې معاملې شوي او د امتیاز په بدل کې د یو شمېر وکیلانو دریځ بدل شوی دی.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه لیکلي، د ولسمشر دوهم مرستیال ولسي جرګې ته د ۱۲ کاندید وزیرانو د معرفۍ پر مهال ویلي چې معرفي شوي کسان وړ کدرونه او با تجربه کسان دي چې هیله من دی ولسي جرګه ورته د باور رأیه ورکړي.

په مطلب کې راغلي، ښاغلي دانش ژمنه کړې چې د کابینې او سترې محکمې پاتې غړي به هم ډېر ژر ولسي جرګې ته د باور رأیې اخېستلو لپاره معرفي شي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپلې نننۍ ګڼه کې ولسي جرګې ته د حکومت له خوا د معرفي شویو ټولو ۱۲ کاندید وزیرانو پېژندنې او تصویرونه چاپ کړي او د مخه یې د وزارت د مقام مبارکي ورکړې ده.

ورځپاڼې خپله سرمقاله بیا د سېپټمبر د ۲۵مې نېټې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د راکمولو د نړیوالې ورځې په مناسبت لیکلي ده.

په سرمقاله کې راغلي، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د راکمولو مبارزه یوازې د دولت کار نه دی، بلکې ټول په دې برخه کې مسؤلیت لري او لویه برخه یې کورنیو ته متوجه کېږي.

  • افغانستان ما

افغانستان ما خپلواکې ورځپاڼې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د راکمولو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو مطلب کې لیکلي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) په دغه هېواد کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

په مطلب کې راغلي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو د یادې ورځې په مناسبت په بېلابېلو برخو کې د ښځو په وړتیاوو او استعدادونو، په ځانګړي ډول د سولې او امنیت په برخه کې د دوی په رول ټینګار کړی ویلي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوال باید فوراً ودرول شي.