روغتیا وزارت: د کندهار په جوړېدونکې فابریکه کې به ۲۵۰۰ کسان په دندو وګمارل شي

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز د شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال لیندۍ ۰۴» په کندهار کې د ۱۵ ميلیونه ډالرو په لګښت د درملو د توليد د يوې فابریکې او د شااوخوا ۳ میلیونه ډالرو په لګښت د يوه مجهز لابراتوار د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښوده او دغه‌راز يې د پښتورګو د درملنې يوه څانګه پرانیستله.

د سنو فارما په نوم د درملو جوړولو دغه فابریکه چې د کندهار ښار په عینو مېنه کې جوړېږي ۱۵ ميليونه امريکايي ډالره لګښت پر راځي او د جوړېدو چارې به‌يې په يو نیم کال کې بشپړې شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز د دغې فابریکې د کار د پیل په مراسمو کې رسنیو ته وویل چې په دغې فابریکه کې به له ۸۰۰ څخه تر ۲۵۰۰ کسانو پورې کاريګر په دندو وګمارل شي.

ښاغلي فیروز همدارنکه وویل چې د عامې روغتيا وزارت له‎خوا د ۳ ميليونه امریکايي ډالرو په ارزښت د درملو، روغتيايي محصولاتو او خوراکي توکو د کیفيت د کنټرول حوزوي لابراتوار هم جوړېږي.

ښاغلي فیروز زیاته کړه چې د دغه لابراتوار ودانۍ په ۳ منزله کې د ۵۰ خونو درلودونکې ده او د يو نیم کال په جریان کې به جوړه شي.

د عامې روغتیا وزیر وویل چې د دغې فابربکې او لابراتوار په جوړېدو سره به د درملو کیفیت لوړ او د وارېدېدونکو ټیټ کیفیته درملو او خوراکي توکو د راوړلو مخه ونیول شي.

ښاغلي فیروز زیاته کړه:

"د درملو، خوراکي موادو او د طبي محصولاتو د کیفیت د کنټرول دا لابراتوار چې په کندهار کې د حوزې په کچه دی، د ۳ میلیونه ډالرو په لګښت پرې سرمایه‌ګذاري کېږي چې یو میلیون‌يې د ودانۍ لپاره او دوه میلیونه ډالره‌يې د وسایلو او ظرفیت لوړونې لپاره ځانګړي شوي، دا یو ډېر اساسي کار دی ځکه چې د ټول افغانستان ۵۰ فیصده دوا او درمل د کندهار له لارې راځي."

همدارنګه د عامې روغتیا وزیر د کندهار په میرویس روغتون کې د پښتورګو څانګه هم پرانیستله.

د پښتورګو د دغې څانګې د پرانیستلو پر مهال د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وویل چې په دغې څانګه کې به تر دې وروسته د پښتورګو مخصوص معاینات او د پښتورګو جراحي عملیات ترسره کېږي.

ښاغلي فیروز وویل چې د هېواد په کچه د پښتورګو د ناروغیو د درملنې دغه دوهم ستر مرکز به په جنوبي سیمو کې د پښتورګو د ناروغانو په درملنه کې اغېزمن رول ولوبوي.

د عامې روغتیا وزیر د کندهار په میرویس روغتون کې د پښتورګو څانګه هم پرانیستله.

د نوموړي په وینا چې د دغه مرکز په پرانیستلو به د پښتورګو د ناروغانو درملنه په هېواد کې دننه وشي او بهرنیو هېوادونو ته به‌يې د تګ مخه ونیول شي.

فیروز زیاته کړه:

"دا پروژه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په مالي مرسته او د کندهار د عامې روغتیا ریاست له‎خوا بشپړه شوه، لګښت‌يې ۱۰ میلیونه افغانۍ وو چې ۳ میلیونه افغانۍ يې د ودانۍ پر جوړولو او ۷ میلیونه افغانۍ يې پر وسایلو او تجهیزاتو لګول شوي."

د عامې روغتيا وزير وايي چې په ټول هېواد کې ۹۷۶ د درملو د پلور شرکتونه شته چې جوازونه نه‎لري، د وزیر په وینا د دغو شرکتونو لويه برخه په کندهار کې فعالیت کوي.

راپور: محمد صادق رښتینی