کندهار کې د خوراکي موادو او درملو د معیار لپاره لابراتوار جوړېږي

په کندهار کې پرون شنبه «۱۳۹۶ کال لیندۍ ۰۴» د درملو جوړولو د یوې فابریکې او د خوراکي موادو او درملو د معیار د کتنې لپاره د یوه عصري لابراتوار د جوړېدو کار پېل شو.

له کندهاره د ازادي راډیو د خبریال په حواله، پر دواړو پروژو به لږ تر لږه ۱۸ میلیونه ډالر ولګېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز پرون شنبه «۱۳۹۶ کال لیندۍ ۰۴» په کندهار کې د دواړو پروژو د پېل غونډې ته وویل چې دواړه پروژې په یو نیم کال کې جوړېږي او سلګونه افغانانو ته به د کار موقع پېدا شي.

فېروز الدین فېروز وویل:

"د خوراکي موادو، درملو او نورو طبي موادو د کنټرول لابراتوار جوړېدل یو اساسي کار دی، ځکه ټول افغانستان ته ۵۰ فيصده دوا د کندهار له لارې راځي."

د عامې روغتیا وزیر پرون شنبه «۱۳۹۶ کال لیندۍ ۰۴» د کندهار ښار په میرویس روغتون کې د پښتورګو یا بډوډو د معاینې ځانګړی مرکز هم پرانېست.

دا په افغانستان کې د بډوډو د درملنې دوهم ستر مرکز بلل شوی دی.