نړيوال بانک: په مالي ادارو کې عصري ټکنالوژۍ شفافيت باوري کړى

  • نړيوال بانک "World Bank"

نړيوال بانک په خپله وېب‌پاڼه کې پرون د افغانستان د مالي چارو پر عصري کېدو او پرمختګ ليکنه خپره کړې ده.

نړيوال بانک ليکي، د کندهار مستوفيت رياست په نوې ټکنالوژۍ سمبال شوى چې دې مسئلې د دې ادارې د چارو پر شفافيت او د خدماتو پر باوري کېدو مثبت اغېز کړى دى.

په ليکنه کې ويل شوي، په مالي بنسټونو او ادارو کې شفافيت پر پراختيايي چارو د ماليه ورکوونکو او نړيوالو مرستندويانو باور زياتوي.

نړيوال بانک وايي، ځکه نو دوى تصميم ونيوه چې د ماليې وزارت تر مشرۍ لاندې د دولتي مالياتو د واحدې ادارې سيستم رامنځته کړي.

نړيوال بانک ليکي:

له ٢٠٠٧ میلادي کال راهيسې يې په افغانستان کې د مالي معلوماتو د مديريت له سيستم څخه ګټه اخيستې او توانېدلى د بودجې د مديريت او تطبيق چارې، د مالياتو راټولولو او پر وخت د معاشونو د ورکړې پلان عملي کړي.

د نړيوال بانک په ليکنه کې ويل شوي، په کندهار کې د ٢٠١٦ میلادي کال پرتله په ٢٠١٧ میلادي کال کې د مالياتو د واحد مديريت د سيستم په تطبيق سره تر ټاکلي هدف ٣ میليونه افغانۍ زيات عوايد راټول شوي دي.

  • د سولې او جګړې د راپور ورکولو انسټټيوټ "IWPR"

د سولې او جګړې د راپور ورکولو انستتيوت يا "IWPR" په خپل وېب‌سايت کې باميان ولايت ته د سيلانيانو د ورتګ پر زياتېدو ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په پيل کې ويل شوي چې د روان ميلادي کال له پيله تر دوه نيم لکه زيات سيلانيان باميان ولايت ته ورغلي چې د تېر کال د همدې مودې په نسبت دوه برابره زياتوالى ښيي.

د سولې او جګړې د راپور ورکولو انسټټيوټ وايي، په دغو سيلانيانو کې په سلګونه بهرنيان هم شامل دي.

په ليکنه کې ويل شوي باميان ولايت چې له ٢٠٠٣ میلادي کال راهيسې د يونسکو د نړيوالو ميراثونو په لېست کې شامل دى، د بودا د دوو مجسمو له کبله زيات شهرت لري.

  • دې هېل "The Hill"

دې هېل ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د عمومي قوماندان د وروستيو څرګندونو په اړه ليکنه خپره کړې ده.

جنرال جان نېکلسن ويلي، په افغانستان کې جګړه لا هم په ټپه درېدلي حالت سره مخامخ ده، خو د ولسمشر ډونالد ټرمپ نوې ستراتېژۍ د وسله‌والو طالبانو او نورو افراطي ډلو په وړاندې په جګړه کې يو تحرک راوستلى دى.

د ورځپاڼې په حواله جنرال جان نېکلسن دا خبره د جمعې په ورځ د امريکا "NBC" نيوز ټلوېزيون ته په مرکه کې کړې ده.

دې هېل زياتوي، د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په اګسټ مياشت کې په خپله وينا کې وويل، په افغانستان کې به د امريکا مأموريت دوام وکړي، خو دا مأموريت به په زماني مهلت پورې تړلى نه‌وي او نور پوځيان به هم دغه هېواد ته ولېږل شي.

دغه امريکايي ورځپاڼه ليکي:

د امريکا متحده ايالاتو په سپټمبر مياشت کې د جګړې د په ټپه درېدلي حالت د ماتولو لپاره افغانستان ته ٣٠٠٠ اضافي پوځيان ولېږل.