د پکتيا بنوزي: حکومت مو قبالې نه مني او کورونه مو ړنګوي

د پکتيا مرکز ګردېز ختيځ ته پرته ۳۲۵۰ جريبه ځمکه د بنوزيو د ولسونو او حکومت ترمنځ له تېرو ۱۱ کلونو راهيسې په جنجال کې ده، دواړه لوري يې خپل ملکيت ګڼي، خلک د ظاهر شاه او داود خان د حکومتونو د مهال د اسنادو د شتون ادعا لري او حکومت يې خپل ملکيت ګڼي چې نن شنبه د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۴ مه حکومت په دغه ځمکه د جوړو شويو کورنو نړول پيل او خلکو يې د مخنيوي غږ پورته کړ.

په سيمه کې راټول شویو خلکو د اسنادو په ښودلو سره رسنيو وویل چې د ظاهرشاه او داود خان د مهال حکومتونو اسناد، په ځمکو کې د کاريزونو او ويالو شتوالي، د هجرت نه د مخکې پولو، پټيو سره سره يې حکومت جوړې کلاوې ړنګوي او ځمکې يې په زور نيسي.

د دوی له ډلې يوه سپين ږيري وويل:

خواجه مير د بنوزيو د کلي اوسېدونکی یم، ولسمشر ته يې دا په نظر کې ورکړي چې موږ تفاهم ته رسېدلي يوو، کوم تفاهم ته؟ په دې جريان کې زه وم، هېڅ تفاهم ته نه يوو رسېدلي، چا ګوته ورته لګولې؟ چا مصاحبه کړې او څه شوي؟ دوی يوازې د ميډيا له لارې اعلان کړی چې موږ تفاهم ته رسېدلي يوو، هېڅ تفاهم ته نه يوو رسېدلي، ۴۰ کاله تقريباً وشول، دا ځمکې شاړې پرتې دي، که په دغو کلونو کې وايي، رښتيا هم دغه ځمکې شاړې پرتې دي، که له دې مخکې وايي، په دې ځمکې ويالې او کاريزونه موجود دي."

ده دا هم وويل چې له دغو ځمکو څخه يې مخکې له هجرته د غنمو حاصل ترلاسه کړی او د پلرونو او نيکونو د وخت قبالې او اسناد لري چې حکومت د دوی اسنادو ته نه ګوري.

له دغې ډلې څخه یوه بل تن هم وويل:

"زما نوم قاري زرين دی، په خپله ځمکه کې پراته، په خپله شرعي قباله، د ظاهر شاه د وخت او د سردار داود د وخت اسناد لرو، ايا هغه نه منل کېږي؟ موږ څنګه غاصبين اعلانوي؟"

دوی دوه تنه نه وو چې رسنيو ته په خبرو کې يې دغه ځمکه د پلار او نيکه ملکيت باله، بلکې د سيمې ځيني مشرانو د دې ترڅنګ دا ادعا هم لرله چې حکومت پرته د سلا او مشورې د دوی کورونه نړوي.

دوی وایي:

"نوم مې شېر دی، د بنوزيو د قوم مشر يم، له موږ سره په دې ځمکه کې چا مشوره نه ده کړې، له يو مشر سره مشوره نه ده شوې، موږ د ښاروال له خولې خبر شوي يوو چې دوی کومه فيصله کړې، موږ ورته ويلي دي چې دا نه منو، موږ څلور کاريزونه په دې ځمکه کې لرو او د دغه خط لرو چې ټولو ورته ليکلي چې دا ځمکه د بنوزي ده، اوس يې په زور له موږه نيسي."

د دغو مشرانو په خبره چې د دوی پلرنۍ ځمکه حکومت په زور نيسي، له دې وړاندې يې قول اردو هم ځمکې نيولي او په دې قضيه کې يې په خبره چې اسنادو ته ارزښت نه ورکول کېږي.

دوی وایي:

"حضرت خان یم، داسې غير قانوني يې رانه نيسي، لکه په قران چې برسېره ګرځې، زموږ ټوله ۱۹۰۰۰ جريبه ځمکه ده چې ۱۳۰۰۰ یې قول اردو ونيوله، پټي دي، اوس دې ورولم، په کاريز، پټيو او پولو دې دروم، موږ ته دې اشرف غني صفا امر راکړي چې بل ملک ته ترې لاړ شو، کلاوې به تړلې ورته پرېږدو، دی پوهېږي، پاچاهي يې پوهېږي او حکومت يې پوهېږي، په دې مخ قبله که دا شهرک رانه جوړېږي، يو بنوزی به دلته ونه وينئ، دغه اسناد دي، په غنمو دې دروم، دا لس شل کاله چې زه راغلی يم، کرلې مې ده."

د سيمې اوسېدونکي ګواښ کوي او وايي چې که حکومت يې په اسنادو غور او مشکل يې په قانوني بڼه حل نه کړي، د زور په مقابل کې به يې ودرېږي.

بل خوا د ګردېز ښاروال عصمت الله خالد وايي چې له کلونو راهيسې په دې ځمکه د ښارګوټي جوړېدو پلان دی چې پخوا هم د سيمې د اوسېدونکو له خوا په دې ځمکه د جوړېدونکي ښارګوټي مخه نيول شوې او په خبره يې چې اوس توانيدلي چې دا پلان پلی کړي.

ښاغلي خالد وویل:

"دا ځمکه ۳۲۵۰ جريبه ځمکه ده، دوی دلته ۱۷۷ جريبه ځمکه لري، هغه اسناد چې دوی سره دي، د هغې له مخې."

د پکتیا والي شمیم خان کټوازی

د بنوزيو پر ځمکه د جوړو شويو لويو کلاګانو د ړنګېدو پرمهال د پکتيا والي شميم خان کټوازي وويل:

"پنځه شپږ کاله دا شهرک په جنجال کې و، دلته د يوه کلي خلکو کلاګانې پکې وهلې چې تقريباً شمېر يې له سلو اوړي او ډېره برخه د دې ځمکې يې غصب کړې وه چې اوس خوشبختانه په دې وتوانېدو چې په دغه ځمکه کلاګانې ونړوو او شهرک پرې پلی کړو."

په دغه ځمکه له کډوالۍ راستنو شویو هغو بنوزيو کورنه جوړ کړي چې نېږدې څلور لسيزې له وطنه دباندې په نورو هېوادونو کې مهاجر وو او له راستنېدو سره سم يې يا خپل پخواني کورونه بېرته رغولي او يا يې په دې ځمکو ودانۍ جوړې کړې دي.

د ګردېز مرکز په بنوزيو کې د جوړو شويو کلاګانو ړنګولو چارې په داسې مهال پيلېږي چې د چارو د کارپوهانو په خبره، سږنی ژمی سوړ پيل شوی او د دغو کورنو په ړنګېدو سره ښايي، د سيمې اوسېدونکي په ګردېز کې د سرپنا له پاره ځای ونه لري.

راپور: داود تپان