نېکلسن: افغان جګړه لا هم په ولاړ حالت کې ده

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د امنیتي وضعیت او د ترورېزم پر وړاندې د ګډې مبارزې په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې خپله نننۍ سرمقاله په دې کرښه پیل کړې ده، د ترورېزم سره پر مبارزې د امریکا او روسیې د مشرانو ټینګار.

په سرمقاله کې راغلي، د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین له خپل امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ سره په ټیلفون د ترورېزم په ځانګړي ډول د داعش او طالب پر وړاندې د ګډې مبارزې خبره کړې ده.

د سرمقاله لیکونکي په خبره، دواړو ولسمشرانو په داسې حال کې د ترورېزم سره د مبارزې پر دوام او اهمیت خبرې کړې دي چې د افغان حکومت مشرانو په ملي او نړیوالو ناستو کې تل د سیمې او نړۍ هېوادونه د ترورېزم په وړاندې د ګډې مبارزې په هدف د یوې نړیوالې اجماع جوړېدو ته رابللي دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپلې نننۍ ګڼې په سر مقاله کې لیکلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې امریکايي ځواکونو سره په یوې ویډیويي اړیکه کې ویلي، د امریکا تر نوې ستراتېژۍ ورسته د افغانستان د جګړې په میدانونو کې د پام وړ پرمختګونه او مثبت بدلونونه رامنځته شوي.

ورځپاڼه لیکي، نوموړي ویلي موږ په افغانستان کې د تروریستانو په وړاندې د بري لار هواره کړې او اوس امریکايي ځواکونو ته د ډېر صلاحیت په ورکړې سره به په دغه هېواد کې جګړې له منځه یول شي.

خو سر د سرمقاله لیکونکي په خبره، هغه څه چې د تاًمل وړ دي هغه دا چې پاکستان د امریکا د فشارونو سره سره لا هم له ترهګرو نه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

ورځپاڼه لیکي، تر کومه چې په نوومړي هېواد کې د ترویستانو ځالې له منځه یونوړل شي او پاکستان د تروریستي ډلو له ملاتړ لاس وانخلي، ستونزومنه به وي چې د امریکا نوې ستراتيژي یوازې د جګړې له لارې نتیجه ورکړي.

ویسا:

خو ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن وايي چې لا هم په افغانستان کې جګړه په ولاړ حالت کې ده.

په مطلب کې راغلي، نېکلسن له اېن بي سي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د امریکا د نوې تګلارې له اعلان ۹۰ ورځې تېرېږي خو لا هم د جګړې په ډګر کې د پام وړ بدلونونه نه دي راغلي.

خو په مطلب کې د نېکلسن په حواله هم دا ویل شوي چې امریکايي ځواکونو ته نوي صلاحیتونه ورکړل شوي او د جګړې روان حالت به بدل کړي.