راپورونه: پاکستان د یوې سخت دريځې ډلې مشر حافظ سعید خوشې کړی

راپورونه وايي پاکستاني چارواکو د دې هېواد د یوې محکمې په حکم دغلته د یوې سخت دریځې ډلې مشر حافظ سعید چې امریکا یې د نیولو هڅه کوي، له توقیف څخه خوشې کړی دی.

د حافظ سعید له خوا جوړه شوې سخت دریځه ډله په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د هندوستان په ممبيي ښار کې په بریدونو کې په لاس لرلو تورنه ده چې ۱۶۶ کسان په کې ووژل شول.

حافظ سعید چې د امریکا د عدلي وزارت د ترورېستانو په لېست کې شامل کړی، نن د جمعې په سهار وختي له کورني نظربندۍ خوشې شو.

د حافظ سعید ویاند یحیی مجاهد د نوموړي خوشې کېدل تائید کړي دي.

په کور کې له نظربندۍ څخه وروسته له هغې دا سخت دریځی مشر خوشې شو چې یوې محکمې د ایالتي حکومت هغه غوښتنه رد کړه چې د ۶۰ نورو ورځو لپاره یې د نوموړي د نظربندۍ د غځولو په اړه کړې وه.