په پېښور کې ځانمرګي برید د پولیسو یو جګپوړی افسر وواژه

په پېښور کې نن جمعه په درنه چاودنه کې د خیبر پښتونخوا ایالت د پولیسو مرستیال مشر اشرف نور او د هغه ساتونکی ووژل شول.

اشرف نور د خیبر پښتونخوا ایالت د پولیسو د ادارې د څارنوالۍ مشر هم و.

د پېښور د پولیسو مشر طاهر خان ازادي راډیو ته وویل چې په نننۍ چاودنه کې د پولیسو ۶ افسران زخمیان شوي دي.

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي دا پېښه په شدت غندلې او ویلي یې دي چې داسې حملې د ترورېزم د رېښو د وچولو لپاره د پاکستان عظم نه شي کمزوری کولای.

یوه وګړي چې ځان یې په پاکستان کې د لشکر اسلام په نوم د وسله والې ډلې ویاند معرفي کړی، نن ازادي راډیو ته ټيليفون کړی او په پېښور کې د حملې مسؤلیت ېې اخېستی، خو ادعا یې نه ده ثابته شوې.

پخواني معلومات:

د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور په حیات اباد سیمه کې د یوه جګپوړي پولیس افسر پر موټر ځانمرګی برید شوی چې یو شمېر پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د پېښور ښار د پولیسو یوه مشر طاهر خان له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دغه پېښهد جمعې په ورځ د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۳ مه سهار په حیات اباد کې تاترې پارک او زرغونې جومات ته نېږدې شوې چې په نتیجه کې یې د پولیسو یو مشر محمد اشرف نور وژل شوی او ۶ نور پولیس پکې ټپیان شوي دي.

نوموړي د پېښې په ځای کې له رسنیو سره په خبرو کې د محمد اشرف نور د وژنې پخلی وکړ او ویې ویل چې دا یو ځانمرګی برید و.

نوموړي زیاته کړه:

"لومړني معلومات دا دي چې دا ځانمرګی برید و، ځانمرګی بریدګر پر موټر سایکل سپور و چې د بدن ټوټې یې هم موندل شوي دي."

د چارواکو په خبره، د ځانمرګي بریدګر هدف د پولیسو د جګپوړي افسر محمد اشرف نور موټر و او زیاتوي چې د پېښې ټپیان یې د درملنې لپاره حیات اباد میډیکل کمپلېکس روغتون ته لېږدولي دي.

تردې دمه لا کومې وسله والې ډلې د دغه برید مسؤلیت نه دی منلی.