بنګله دېش له میانمار سره د روهینګیا کډوالو د ستنولو هوکړې ته رسېدلی

د بنګله دېش حکومت وايي، له میانمار سره به په ګډه خپل هېواد ته د روهینګیا کډوالو د ستنولو کار پیل کړي.

د میانمار ملکي مشرې اوګ سان سوچي پرون پنجشنبه د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۲مه د بنګله دېش د بهرنیو چارو له وزیر اې اېچ محمود علي سره د میانمار په پلازمېنه نای پیداو کې هغه موافقه لاسلیک کړه چې له مخې یې روهینګیا مسلمانان خپل هېواد ته ستنېږي.

محمود علي وویل چې د دې موافقې له مخې، د روهینګیا کډوالو ستنېدل به په دوو میاشتو کې پیل شي او د دې کار لپاره به په درېیو اونیو کې یوه کاري ډله جوړه شي، څو د هغو ستنېدو ته لارې چارې جوړې کړي. محمود زیاته کړه چې دا یو مقدماتي ګام دی.

ملګري ملتونه وايي چې له اګست میاشتې راهیسې ۶ سوه او ۲۰ زره روهینګیا مسلمانان بنګله دېش ته کډه شوي او اوس په خورا بد وضعیت کې ژوند کوي.

دا اوس مهال په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو لویه شمېره ده.

د روهینګیا د کډوالو بحران وروسته له هغه پیل شو چې د میانمار پوځ د روهینګیا مسلمانانو په سیمه راخین کې عملیات پیل کړل.

بنګله دېش چې فقیر هېواد دی او خورا زیات نفوس لري، روهینګیا کډوالو ته د ځای ورکولو په خاطر د نړیوالو ستاینې ترلاسه کړې، خو د هغو پر تګ راتګ یې محدودیتونه ولګول او ویې ویل چې نه غواړي دا کډوال په بنګله دېش کې پاتې شي.

په عین حال کې میانمار د نړیوالو انتقادونو په وړاندې سخت غبرګون ښودلی.

اونګ سان سوچي

اونګ سان سوچي چې د نړۍ د بشري حقونو له اتلانو څخه وه او اوس یې اعتبار سخت زیانمن شوی، پرون د نړیوالو لاسوهنې وغندلې او ویې ویل چې دا د بنګله دېش او میانمار ترمنځ دوه اړخیزه مسئله ده.

د نوموړې دفتر په یوه بیان کې ویلي چې لوېدیځو هېوادونو او د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان OIC د ملګروملتونو د بشري حقونو په شورا او عمومي اسمبله کې د پرېکړه لیکونو په تصویبولو سره له دې موضوع څخه نړیواله مسئله جوړه کړې.

واشنګټن وايي چې د روهینګیا مسلمانانو په سیمه کې د میانمار د پوځ عملیات په څرګنده د قومي تصفیې معنا لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن چې تېره اوونۍ یې له مېرمن سوچي سره وکتل، په دې اړه وړمه ورځ د واشنګټن کلکه غندنه څرګنده کړه او ویې ویل چې دا روښانه مسئله ده چې د میانمار په شمالي ایالت راخین کې روان حالت د روهینګیا د قومي تصفیې په معنا دی.