د پاکستان یوه محکمه: پر حافظ سعید دې په کور کې نظر بندي لیرې شي

د پاکستان یوې محکمې حکم کړی چې پر هغه اسلامي مشر دې په کور کې نظر بندي لیرې شي چې په ممبی کې د ۲۰۰۸ میلادي کال د حملو اصلي طراح بلل کېږي.

په دغو حملو کې ۱۶۶ کسان وژل شوي وو.

د حافظ سعید یوه مدافع وکیل او یوه څارنوال د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۱» روېټرز اژانس ته دا خبره کړې او ویلي یې دي چې وروسته له هغې چې د لاهور یوې محکمې د ۶۰ نورو ورځو لپاره په کور کې د هغه د نظربندي لپاره د پنجاب د سیمه‌ییز حکومت غوښتنه رد کړه، په پام کې ده چې نوموړی نن خوشې شي.

دغه اقدام به هند او د امریکا متحده ایالات دواړه په غصه کړي.

دواړو هېوادونو حافظ سعید په ممبی کې په دوو عصري هوټلونو، یوه رېل تم ځای او د یهودانو پر مرکز په خونړیو حملو کې چې د لسو وسله‌والو له‌خوا ترسره شوې وې، په لاس لرلو تورن کړی دی.

نوې ډېلي اسلام‌آباد تورن کړی چې له هغه سره‌یې د دغو حملو په تنظیمولو کې مرسته کړې ده.

د امریکا متحده ایالاتو هم د هغو معلوماتو په بدل کې چې په نتیجه کې یې حافظ سعید چې د جماعت‌الدعوه په نوم د یوې خیریه ټولنې مشر دی، ونیول شي او محاکمه شي، ۱۰ میلیون ډالره انعام ټاکلی دی.

امریکایي چارواکي وایي، جماعت‌الدعوه په پاکستان کې د مېشتې لشکر طیبه سخت دریځې ډلې چې پر فعالیت‌یې بندیز لګول شوی، یوه جبهه ده.

متحده ایالاتو دغه‌راز پاکستان تورن کړی چې هغه سخت دریځو ته‌یې پناه ورکړې چې پر ګاونډیو هیوادونو حملې کوي.

پاکستان او جماعت‌الدعوه دواړو د ممبی په حمله کې لاس لرل رد کړي دي.