ترکیه کې د ۲۴۳ ښځینه افغان پولیسو روزنه پیل شوه

په ترکیه کې د ۲۴۳ ښځینه افغان پولیسو روزنه د چهارشنبې په ورځ "۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۱" پیل شوه.

دا تعلیمي دوره څلور میاشتنې ده.

په ترکیه کې د تېرو څو کلونو په ترڅ کې نږدې ۳۰۰۰ افغان پولیس روزل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې حکومت پلان لري چې د ښځینه پولیسو شمېر ۱۰ زرو ته ورسوي او تر اوسه ۳۶۰۰ پولیسې شته.

دغې شمېرې ته د رسېدو لپاره د کورنیو چارو د وزارت پلاوي ولایتونو ته سفرونه پيل کړي دي.

په دې ترڅ کې پرون په خوست کې د کورنیو چارو د وزارت د پلاوي مشر غلام محمد راسخ ازادي راډیو ته وویل:

"په ټولنه کې لکه څرنګه چې ډاکتر ته اړتیا شته، پولیس ته هم شته. د پولیسو له موجودیت پرته د قانون تطبیق ګران دی."

په خوست کې ۱۶ ښځینه پولیسې شته او د تشکیلاتو له مخې ۷۵ ښځینه پولیسو ته په دې ولایت کې ضرورت شته.