د لبنان صدراعظم سعد حریري: خپله استعفا د اوس لپاره بېرته اخلم

د لبنان صدراعظم سعد حریري په بیروت کې د خپلو ملاتړو په منځ کې اعلان وکړ چې خپله استعفا د اوس لپاره بېرته اخلي.

حریري پرون له فرانسې څخه لبنان ته تر ستنېدو لږ وروسته وویل:

"ما نن خپله استعفا ښاغلي ولسمشر ته وړاندې کړه. ده د صبر غوښتنه وکړه او راته ویې‌ویل چې استعفا راسره خوندي کړم، ترڅو په دې اړه نورې سلا مشورې وکړو او د استعفا پر سیاسي علتونو او عواملو وغږېږو."

حریري د نومبر په څلورمه په سعودي عربستان کې خپله استعفا اعلان کړې وه.

له هغې مودې راپه دې‌خوا په لبنان کې سیاسي وضعیت یو ډول کړکېچن شوی دی.

حریري د سې شنبې "۱۳۹۶ کال د لړم ۳۰" په ورځ ناوخته مخکې تر دې چې له سعودي عربستان څخه لبنان ته ولاړ شي، فرانسې ته ولاړ.

حریري د حزب‌الله وسله‎وال د لبنان او نور منځني ختیځ د بې‌ثباته کولو پر هڅو تورن کړي دي.

ایران د دغو وسله‎والو ملاتړ کوي.