پوتین: د سوریې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره یو ښه چانس شته

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي چې د سوریې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره یو ښه چانس شته.

خو پوتین زیاته کړه چې د دې لانجې د سوله‎ییزې هواري لپاره د سوریې د حکومت په ګډون چې کوم لوري په دې قضیه کې ښکېل دي، د هغو ټولو جوړجاړي ته اړتیا شته.

پوتین دا خبرې د ایران له ولسمشر حسن روحاني او د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په سوچي ښار کې د غونډې په پیل کې وکړې.

نوموړي وویل:

"په سوریه کې د ترورېستي ډلو پر ضد هڅې په ختمېدو دي. د روسیې، ایران او ترکیې هڅې د مننې دي، موږ وتوانېدو چې د سوریې د ماتېدو مخه ونیسو. موږ اجازه ورنه‎کړه چې نړیوال ترهګر پر دې هېواد واکمنان شي او انساني ناورین رامنځته کړي."

روسیه او ایران د سوریې په څه باندې شپږ کلنې جګړه کې د بشار الاسد د رژیم ملاتړ کوي.

ترکیه او متحده ایالات بیا د یو شمېر یاغي ډلو حمایت کوي چې له واکه د اسد د لیرې کېدو هڅې کوي.