د اندونیزیا د عالمانو شورا: د افغانستان د سولې لپاره به غونډه جوړه کړو

د اندونیزیا د عالمانو شورا ژمنه وکړه چې د افغانستان د سولې لپاره به یوه غونډه جوړه کړي.

د اندونیزیا دیني عالمانو د افغانستان د سولې د عالي شورا له پلاوي سره په پلازمېنه جاکارتا کې تر لیدو وروسته په ګډه اعلامیه کې دا ژمنه وکړه.

د اندونیزیا عالمانو ویلي دي چې د دې غونډې له لارې به د سیمې او نړۍ د عالمانو ترمنځ د افغانستان د سولې په اړه د یوې اجماع د رامنځته کېدو هڅه وکړي.

د دې غونډې وخت تر اوسه نه‎دی ټاکل شوی.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د مشر محمد کریم خلیلي په مشرۍ یو پلاوی د دوشنبې په ورځ جاکارتا ته ولاړ او ټاکل شوې ده چې د شنبې په ورځ بېرته کابل ته ستون شي.