د ملګرو ملتونو یوې محکمې "راتکو ملادیچ" په عمري بند محکوم کړ

د ملګرو ملتونو يوې محکمې د بوسنيايي صرب پخوانى قوماندان راتکو ملاديچ په عمري بند محکوم کړ.

محکمې ملاديچ په بوسنيا کې د ١٩٩٢ او ١٩٩٥میلادي کلونو ترمنځ د جګړې پر مهال، د ډله‌ييزې وژنې تر څنګ په جنګي او پر بشريت ضد جرمونو محکوم کړ.

په هاګ کې محکمې نن چهار شنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۱» ملاديچ د جرمونو په ۱۰ مواردو مجرم وپېژاند.

مشر قاضي الفونس اورې د محکمې پرېکړه داسې اعلان کړه:

"د دغو جنايتونو له کبله محکمه ښاغلی راتکو ملاديچ په عمري بند محکوموي."

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر زيد رعدالحسين دغه حکم د عدالت لپاره د مهمې بريا په توګه وستايه او ملاديچ‌يې د شر يوه نښه وباله.