داعش د جوزجان په درزاب او قوش‌تپه کې د زده‌کړو پر بهیر سیوری غوړولی

داعش وسله‌والو د افغانستان په شمال کې د جوزجان ولایت په درزاب او قوش‌تپې ولسوالیو کې د زده‌کړې پر بهیر سیوری غوړولی دی.

اوس‌مهال د جوزجان ولایت په درزاب او قوش‌تپې ولسوالیو کې نږدې ۲۵ زره زده‌کوونکي د داعش وسله‌والو د ګواښونو له کبله، ښوونځیو ته نه‌ځي.

د دغه ولایت د پوهنې رئیس مني چې په همدې ولسوالیو کې ۶۴ ښوونځي تړلي چې ۴۲یې په درزاب او ۲۲یې په قوش‌تپې کې دي.

عبدالحی یشین ازادي راډیو ته وویل، دغو دوو ولسوالیو ته له راتګ سره سم داعش وسله‌والو تر هر څه دمخه د پوهنې په برخه کې خپل بندیزونه ولګول.

دی وایي چې د داعش تر واک لاندې سیمو کې په عمومي ډول ښوونځي تړلي دي.

ښاغلي یشین زیاته کړه:

"هرې سیمې ته چې داعش ورسېدل هلته ښوونځي وتړل شول، نه‌یوازې ښوونځي، بلکې مدرسې هم وتړل شوې او ورپسې یې ټول امکانات چور شول."

د دغو ښوونځیو یو شمېر زده‌کوونکي اوس د خپلو زده‌کړو د دوام لپاره نورو ولسوالیو ته تللي دي.

ثریا یوه له دغو زده‌کوونکو ده، هغه چې اوس د زده‌کړو د دوام لپاره د شبرغان ښار ته تللې، له ازادي راډیو سره په خبرو کې یې وویل چې سیمه‌یې اوس د داعش وسله‌والو په کنټرول کې ده.

ثریا وایي:

"په قوش‌تپه کې خلک په وېره کې ژوند کوي او حتی له خپلو کورونو نه‌شي راوتلی، ښوونځي تړلي دي، نو له همدې کبله شبرغان ته راغلې یم چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړم."

خو په همدې حال کې د جوزجان د پوهنې ریاست د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې د پوهنې وضعیت د ډاډ وړ بولي.

د داعش تر کنټرول لاندې سیمو کې د زده‌کړو پر مخ خنډ او د ښوونځیو تړل کېدل یوازنۍ ستونزه نه‌ده، په قوش‌تپه او درزاب کې خلک د روغتیایې خدماتو له نشتوالي هم شکایت لري، په تېره بیا د ژمي په سړو شپو ورځو کې.

په جوزجان کې د افغانستان د ځوانانو پارلمان یوه غړې اناهیتا حیدري د داعش او طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د پاتې خلکو د ژوند په اړه اندېښنه لري او وایي، یوازې هغه کسان چې وس‌یې درلود، له دغو سیمو وتلي دي، خو بې‌وسه خلک لا هم د زده‌کړو ترڅنګ، له روغتیایي خدماتو او نورو اسانتیاوو څخه بې‌برخې دي.

دا وایي چې هلته ورځ تر بلې د تاوتریخوالي سطحه لوړېږي.

د جوزجان ولایت د مسؤلینو په خبره، داعش ډله له دوو کلونو راهیسې، د دغه ولایت په درزاب او قوش‌تپې ولسوالیو کې فعاله ده.

تېره اوونۍ د دغه ولایت چارواکو د داعش وسله‌والو په ډله کې د یو شمېر بهرنیانو خبره هم کړې وه او ویلي یې وو چې هغوی په سیمه کې افغان ځوانانو ته پوځي روزنه ورکوي.