روسیه افغانستان کې د مخدره موادو د تولید پر فابریکو د بمباریو هرکلی کوي

روسیه وايي، دوی په افغانستان کې د مخدره موادو د تولید پر فابریکو د امریکايي او افغان هوايي ځواکونو د بمباریو هرکلی کوي.

د انټر فاکس روسي خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت په حواله وايي، د طالبانو د اپیومو پر فابریکو بمباري د افغانستان پر وضعیت مثبت اغېز کولای شي او روسیه د نشه‎يي موادو پر ضد د امریکا د دا ډول اقدامانو هرکلی کوي.

انټرفاکس خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت د یوې سرچینې په حواله چې نوم‌یې نه‎دی یاد شوی ویلي:

"مسکو چمتو دی چې په افغانستان کې د نشه‎يي موادو د تولید او قاچاق پر ضد له واشنګټن سره په شریکو اقداماتو بحث وکړي."

روسي چارواکي وروسته له هغې دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې امریکايي ځواکونو په هلمند کې د نشه‎يي موادو د تولید پر لابراتورونو بمباري وکړه.